ادریس زمان: پر طالبانو یوځل بیا هم بندیزونه لګولی شو

 

عزم( شنبه، ۱۳ تله ،۱۳۹۸)د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان نن په یوه خبري ناسته کې د هغه جنجال په هکله سپیناوی وکړ چې د دغه وزارت د ویاند او د ارګ د ویاند ترمنځ پیښ شوی وو.
زمان وویل، د بهرنیو چارو د وزارت پالیسي په ارګ کې جوړیږي او پاکستان ته د سفر په تړاو د دغه وزارت د ویاند څرګندونې، د نوموړي شخصي نظر دی.
زمان چې ولسمشر غني ته نږدې څیره بلل کیږي، یوځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان ته د طالبانو پر سفر خواشیني دي او ګواښ یې وکړ چې هر وخت چې وغواړي د هغوی پاسپورتونه لغوه کولی او پر هغوی بندیزونه لګولی شي.

نوموړي ونه ویل، چې کوم ډول بندیزونه به پرطالبانو ولګوي، خو تر دې وړاندې اشرف غني له ملګرو ملتونو څخه په یوه لیک کې غوښتي وه چې د طالبانو د سفرونو مخه باید ونیسي او هغوی دې تور لیست ته داخل کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان ته د طالبانو سفر د امریکایی استادانو د خوشي کولو په موخه ترسره شوی،  نه د سولې لپاره.
زمان زیاته کړه، یواځې له هغې سولې هرکلی کوي چې طالبان وسلې پرځمکه کیږدي او له حکومت سره خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي پاکستان د طالبانو د سفر هرکلی کړی وه او دا یې د سولې په برخه کې ښه اقدام بللی وه.
خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل چې دا د نوموړي شخصي نظر دی.
خو د صدیقي څرګندونو ته په غبرګون کې صبغت احمدي ویلي،:”د بهرنیو چارو وزارت د یو بنسټ او د یو هېواد د بهرني سیاست د اجراکوونکي په صفت، د افغانستان د جمهوري ریاست د رسمي دریځ څرګندونه کوي او د سولې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام نه ورکوي.”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button