طلوع نیوز : د بایومتریک شویو او رایو ډکو صندقونو ترمنځ خورا توپیر دی

 

عزم( یکشنبه، ۱۴ تله ،۱۳۹۸)طلوع نیوز یو شمیر اسناد خپاره کړي چې ښیي، هغه رایې چې صندقونو ته لویدلې له هغو یې شمیر څو برابره زیات دی چې اچوونکي یې بایومتریک شوي دي.
سرچینې دا اسناد د کندهار، زابل، هلمند او هرات د ولایتونو له آدرسه خپاره کړي چې له مخې یې د پراخې درغلۍ کچه مالومیږي.
د بیلګې په توګه، دغو اسنادو کې د هلمند ولایت د رایو په یوه محل کې نهه۹ بایومتریک شوې رایې ثبت شوې خو وروستي او ټولییز راپور کې یې شمیر ۴۱۱ پر صندوق ښوودل شوی دی..

د ټاکنو کمیسیون کې یو شمیر ناظرین وایي، درې ورځې کیږي کمیسیون د بایومتریک شویو رایو اطلاعات نه ثبتوي او له بایومتریک پرته یې د ټولو رای پاڼو شمیرنه پیل کړې ده.
خو د ټاکنو کمیسیون د دې ستونزې په منلو سره وایي دا ستونزه د څو ساعتونو پورې وه چې اوس حل شوې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو ټول نوماندان ټینګار کوي چې له بایومتریک پرته هیڅ رایه باید ونه شمیرل شي، خو د غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم غړي چې په پراخو درغلیو کې ښکیل دي، ټینګار کوي چې باید ټولې رایې که بایومتریک وي او کنه، وشمیرل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button