مجاهد: د کابل ادارې متضاد دریځ ښیي چې د پریکړو وړتیا هم نه لري

عزم( یکشنبه، ۱۴تله ،۱۳۹۸)طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې په تړاو دبهرنیو چارو د وزارت او  ارګ ترمنځ وروستیو ناندریو ته غبرګون ښوودلی او ټینګار یې کړی چې دا اداره د خبرو او پریکړو واک نه لري.
طالبانو ویلي، «دکابل ادارې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د سولې په تړاو متضاد دريځونه د اسلامي امارت هغه موقف ثابتوي چې د کابل اداره د سولې د خبرو او پریکړو وړتیا نه لري.»
مجاهد ارګ ته په پیغوریزه توګه وریاده کړې چې یواځې یوګډ مذاکراتي ټيم یې هم جوړ نشو کړای.

مجاهد وایي «بناء داحالت ثابتوي چې باید اسلامي امارت په هیوادکې له مختلفوجهتونوسره خبرې ولري.»
د یادونې وړ ده چې دا ناندرۍ هغه مهال پیل شوې کله چې د ارګ ویاند پاکستان ته د طالبانو پر سفر توند غبرګون وښود او د پاکستاني چارواکو لخوا یې طالب استازو ته د هرکلي مراسم  د پروتوکول خلاف کړنه وبلله.
خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي بیا پاکستان د طالبانو د سفر هرکلی کړی وه او دا یې د سولې په برخه کې ښه اقدام بللی وه.
د نوموړي په ځواب کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل چې دا د نوموړي شخصي نظر دی.
خو د صدیقي څرګندونو ته په غبرګون کې صبغت احمدي ویلي:”د بهرنیو چارو وزارت د یو بنسټ او د یو هېواد د بهرني سیاست د اجراکوونکي په صفت، د افغانستان د جمهوري ریاست د رسمي دریځ څرګندونه کوي او د سولې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام نه ورکوي.”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button