د طالبانو سیاسي بریا

منیر بدري

د ۲۰۱۹ م کال د پیل را پدې خوا د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو سیاسي بهیر پیل شو

د طالبانو لخوا د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي ،او د امریکا له لوري د مذاکراتو د ټیم مشري خلیلزاد ته سپارل شوې وه

د مذاکراتو سره جوخت دواړو لوریو د نړۍ ډیری هیوادونو ته ديپلوماتیک او د افغانستان د قضیې د سولییز حل لپاره سفرونه جاري ساتلي وو. تر څو هر لوری د ځان لپاره ملاتړ جلب کړی او د نړۍ ځینې مهم هیوادونه په اعتماد کې واخلي.

د دې دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ نهه ځله اوږدې اوږدې ناستي وشوې او له ناستې ورسته دواړو لوریو د پر مختګ خبرونه ورکول.

بالاخره له امریکا سره د مذاکراتو نهم پړاو پای ته رسیدو سره د دواړو لوریو یوه توافقنامه نهایې شوه او د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د لاسلیک لپاره د خلیلزاد په لاس یووړل شوه، خو ټرمپ په دې حساس وخت کې په دې پوه شو چې د خپل مذاکراتي ټیم د طالبانو د قوي استدلال په وړاندې ماتې خوړلي ویې غوښتل چې د یو بل سیاسي نیرنګ نه کار واخلی ـ د توافقنامې تر لاسلیک مخکې یې طالبان او په افغانستان کې د لاس کښینولې ادارې مشر اشرف غني کیمپ ډیویډ ته د ورتلو غوښتنه وکړه، خو دا طالبانو ته د منلو وړ ځکه نه وه چې طالبانو غوښتل: لومړۍ باید توافقنامه لاسلیک شي او بیا د امریکا ولسمشر سره وویني او دا لیدنه به د یوې ښې سیاسي فضا او بهیر په رامنځته کولو کې مهم باب پرانیزي.

د طالبانو دې کار د ټرمپ مخفي پلان ګډ وډ کړ.
ټرامپ پلان درلود له طالبانو سره له سیاسي فریب نه کار واخلي. دا چې دا فریب به څه وه څرګند نه دی البته داسې مالومیده چې د اشغالګرو ځواکونو وتل د د خپل لاس کښینولي رژیم په نوم او د طالبانو پوځي بریا هدر کړي.
ټرامپ د طالبانو معقول او ثابت سیاسي دریځ په وړاندې مات او د توقع پرخلاف یې ټویټ وکړ او په کابل کې د یو امریکایې عسکر د وژل کیدو په بهانه یې د مذاکراتو د توقف اعلان وکړ، سره له دې چې تر دې برید په ساعتونو مخکې امریکا د کابل حکومت په ملتیا د هیواد په ګڼو سیمو کې په عام اولس او طالبانو مسلسل بریدونه کړې و د دوی په ادعا چې زر تنه طالبان یې وژلي دي.

طالبانو یو ځل بیا سیاسي ځیرکتیا وښوده، د یوې اعلامیې په نشرولو سره یې د امریکا له حکومت نه د ټرمپ د ټویټ په هکله وضاحت وغوښت خو هغوی په نامناسبه مغرورانه توګه دا ویل چې طالبان دي زموږ ځیني شرایط ومني البته دا به هغه شرائط و چې طالبانو د استدلال په قوت مسترد کړي ول.

د ځینو نظرپوهانو په اند د امریکا له طالبانو نه په توافقنامه برسیره چې د ټولو اشغالګرو قواوو وتل په کې درج وو، د دوو اډوو غوښتنه شوې وه او د طالبانو له اول همدا دریځ وو چې په لومړي ځل به ټول بهرني پوځي او استخباراتی ځواکونه وځي، البته د امریکایانو سیاسي ( سفارت) او اقتصادي ( پراختیایي پروژې او تجارتي) حضور یې منلی و.

اوس به راشو دې ته چې دا د مذاکراتو لړۍ د چا په ګټه او د چا په تاوان شول، معلومه خبره ده چې یو څوک د مقابل لوري نه په ادنی بهانه له میدانه تښتي ګواکي هغوی منطقي حل نشي وړاندي کولای او تیښته خپلوي، نو ویلی شو چې د مذاکراتو په ډګر کې هم طالبان بریالي راووتل او خپل مقابل لوري ته یې سیاسي شکست ورکړ

له بلي خوا د طالبانو نظامي ځواک چې د سیاست په ډګر خپله بریا ولیدله خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی او در ګرده بهرنیان او د هغوی داخلي متحدین تر بریدونو لاندي نیسي او د توقع خلاف درانه تلفات ور اړوي چې دا هم د مقابل لوري( امریکا او متحدینو) د سختې وارخطایي باعث شو.
د طالبانو متقابل سیاسي ځراکت

لکه څنګه چې یادونه وشوه طالبانو د مذاکراتو له پیل سره هم مهاله د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته علناً سفرونه وکړل اود نړۍ د ډیرو هیوادونو لخوا ورته رسمي بلنې ورکړل شوې او درانه استقبالونه یې وشول

دنیاوالو دا پروسه له سره تر پایه وڅارله او اکثرو هیوادونو د طالبانو دریځ پر ځای معقول او له خپل دین او وطن نه یې د دوی دفاع مسلم حق وباله. چې لا هم نور هیوادونه لکه المان ، ناروې او….په دې بهیر ورګډ شول.
مګر امریکا اوس هم د شیطاني غرور په نیلي سپره ده
د روانې میاشتې په پیل کې د م م امنیت شوری کې روس، چین او المان له امریکا وغوښتل چې له طالبان سره مذاکراتي بهیر بیرته پیل کړي تر څو افغانستان د با ثباته سولې څخه برخمن شي.
روس، المان او چین په ځغرده له افغانستان نه په مسئولانه ډول د فوځونو د وتلو غوښتنه وکړه.

امریکایي جهت یې په ځواب کې وویل چې طالبان باید د امریکا ځینې غوښتنې ومني.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز وویل چې طالبان باید د مذاکراتو د پیل لپاره باید داسې څه وکړي چې مذاکرات بیرته پیل شی، د دې خبرې مانا داده چې د امریکایي جهت مذاکراتي ټیم د خبرو په وخت کې د طالبان په قانع کولو کې بریالي نه شول او طالبانو د دوی د هر دلیل او غوښتنې په وړاندې داسې دلائل وړاندې کړي چې د امریکایي جهت ټول استدلالات یې په سیاسي سمندر لاهو کړل.

امریکا چې تل ځان نړیوال ژاندار ګڼي او هره پالیسي د زور له لارې پر نورو مني یو ځل بیا یې د طالبانو په هکله له دې حربې کار واخیست.
خو دا چې طالبان په سیاسي منطق او پوځي تکتیک کې بریالي راوتلي د امریکا غوښتنې په چوپه خوله بې مانا او بابیزه او د نه ځواب قابل بللي دي.

خو داسې هم نه ده چې طالبانو د سولې د مذاکراتو تردید کړی، بلکې، تل یې د مذاکراتو د دوام غوښتنه کړي، د دې سره ـ سره یې د ټرامپ د لسیزو جګړو د التومیټم په ځواب کې د سلو کلونو جګړو ته د تیاری ټټر هم ډبولی چې دا د امریکا په سیاسي زړه د سیاسي غشي ګذار دی..

اوس چې طالبانو په اسیا او اروپاکې د سیاسي او پوځي قوت په اساس پراخ ملاتړ ترلاسه کړی امریکا یې د کړنګ په سر درولي. امریکایان به یا بیرته مذاکراتو ته راګرځی او یا به له کړنګه ځان اچوي.
د امریکا لپاره به معقولانه کار دا وي چې له طالبانو سره یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې ځان ته د خټو پوزه جوړه کړي او خپل عسکر په مسئولانه ډول وباسي.
کنه د سیمې هیوادونه به د ځان د خوندیتابه په خاطر د طالبانو سره سیاسي او پوځي مرستې ته راودانګي چې هغه وخت به به د امریکا غوږونه ، پوزه او لکۍ په افغانستان کې پریکړي پاته شي.
او تلپاتې شرمندګي او رسوایی به ور د غاړې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button