اجرایه ریاست د بهرنیوچارو وزارت د ویاند د ګوښه کیدو په تړاو د ارګ پریکړه رد کړه

 

 

عزم( دوشنبه، ۱۵تله ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند صبغت احمدي د ګوښه کیدو خبر خپور کړ، اجرایه ریاست یې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی او دا پریکړه یې رد کړې ده.

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي، د بهرنيو چارو وزارت وياند به د انتخاباتو د نتايجو تر نهايي كيدو پورې پرخپله دنده پاتې وي؛ په دې وخت كې انتصابات او گوښه کول یوازې په انتخاباتو پورې مرتبط گڼل کېدای شي.
عبدالله ویلي، د بهرني سیاست پورې تړلې مسئلې د بحث وړ دي او په دې هکله په لوړه کچه توافق شتون لري ترڅو د حکومت ټول کارمندان له یوه آدرسه دریځونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسمشراشرف غني ویاند صدیق صدیقي د بهرنیوچارو د وزارت د ویاند څرګندونې «غیرمسؤلانه» بللې وې او پر ځای یې میرویس ناب ټاکلی وه.

د یادونې وړ ده چې دارګ او بهرنیو چارو د وزارت ترمنځ ناندرۍ هغه مهال پیل شوې کله چې د ارګ ویاند پاکستان ته د طالبانو پر سفر توند غبرګون وښود او د پاکستاني چارواکو لخوا یې طالب استازو ته د هرکلي مراسم  د پروتوکول خلاف کړنه وبلله.
خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي بیا پاکستان ته د طالبانو د سفر هرکلی کړی وه او دا یې د سولې په برخه کې ښه اقدام بللی وه.
د نوموړي په ځواب کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل چې دا د نوموړي شخصي نظر دی.
خو د صدیقي څرګندونو ته په غبرګون کې صبغت احمدي ویلي وو:”د بهرنیو چارو وزارت د یو بنسټ او د یو هېواد د بهرني سیاست د اجراکوونکي په صفت، د افغانستان د جمهوري ریاست د رسمي دریځ څرګندونه کوي او د سولې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام نه ورکوي.
طالب ویاند هم دې ناندریو ته غبرګون ښوودلی وه او زیاته کړې یې وه چې «دکابل ادارې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د سولې په تړاو متضاد دريځونه د ا سلامي امارت هغه موقف ثابتوي چې د کابل اداره د سولې د خبرو او پریکړو وړتیا نه لري.»
مجاهد ارګ ته په پیغوریزه توګه وریاده کړې چې یواځې یوګډ مذاکراتي ټيم یې هم جوړ نشو کړای.
مجاهد وایي بناء داحالت ثابتوي چې باید اسلامي امارت په هیوادکې له مختلفوجهتونوسره خبرې ولري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button