ویسا: امریکا ۱۸کاله وروسته هم د افغانستان جګړه ګټلای نه شي

عزم (دوشنبه، ۱۵تله، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې هم خپله نننۍ سرلیکنه کې د اکټوبر اوومې او پر افغانستان د امریکا یرغل ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې« د اکتوبر د اوومې په اړه؛ تور وحشت ته د تمې سزا!» تر سرلیک لاندې لیکلي، امریکا په ۵۵ ورځو کې د طالبانو اسلامي امارت ړنګ کړ، خو په ۱۸کلونو کې یې ۴سوه زره افغانان ووژل، خو لا یې هم دغه جګړه ګټلې نه ده، بلکې دغه جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي.

«اتلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه امریکا په دې پلمه پر افغانستان یرغل وکړ چې د سپتمبر د ۱۱ مې د خونړیو پېښو پړه یې پر القاعده ور واچوله او د القاعدې مشرانو ته طالبانو په افغانستان کې پناه ورکړې وه. د اکتوبر پر اوومه امریکا د B52 الوتکو تر سیوري لاندې د شمال ټلوالې جنګیالي حمایه کړل چې بالاخره له ۵۵ ورځو وروسته د طالبانو امارت بشپړ سقوط شو او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تر اشراف لاندې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو. د بن تر کنفرانس مخکې امریکا د نړیوال ائتلاف په مشرۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د جګړې اعلان وکړ چې دا دی نن یې اتلس کاله پوره شول. په دې تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې د محتاطو شمېرو له مخې تر څلور لکه ډېر افغانان وژل شوي دي خو لا هم د امریکا په مشرۍ هغه جګړه لا دوام لري چې د هغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.»

ورځپاڼه لیکي، امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې داسې وحشتونه وکړل، چې انسانیت پرې شرمېږي او لا هم دغه وحشتونه روان دي. ویسا هغه افغانان هم ملامت کړي، چې امریکايي یرغل ته یې ښه راغلاست ووایه.

«په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانانو د کور او کلي حرمت مات شو، امریکایي او د دوی ائتلافي ځواکونو داسې جنایات ترسره کړل چې انسانیت پرې شرمېږي. په زرګونو ښځې او ماشومان په ډېر وحشت ووژل شول، د شپې چاپې او ړندې بمبارۍ تر ننه دوام لري. په هر صورت له اتلس کاله وژنو او وحشتونو وروسته اوس امریکا او د دوی تر اشراف لاندې د غني حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې له دولت سره په جګړه بوختې دي. د دې معنا دا ده چې د افغان ولس سیاسي مشرانو تاریخي غلطي وکړه چې تور وحشت ته یې لبیک ووایه، هغو ته یې لارې برابرې کړې چې په افغانستان کې د جګړو او مرګونو لوبه توده وساتي.»

ویسا د اوسني حکومت مشرانو ته لیکلي، چې په امریکايي بادارانو دې ډېر زړه نه تړي، ځکه بیا به ملت ته داسې ملامت وي، چې د پورته کولو سترګې به ورته ونه لري.

«ښایي یو شمېر سیاستوالو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر چارواکیو به خپله غلطي زر او یا وروسته درک کړې وي، خو ځینې یې تر اوسه په همدې نظر دي چې دوی وحشت ته د رحمت په تمه دي. که دا شعوري وي په دې تاریخي وحشت کې دوی هم د خپل ولس په قتل عام کې پړه او مسوول دي، واقعیت دا دی چې امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه د افغانانو په ملاتړ نه، له ترهګرۍ سره د مبارزې په نیت هم نه، بلکې یوازې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره په افغانستان کې وحشتونه او زموږ د ولس وژل او ځپل پیل کړل چې تر ننه دوام لري. دا اصلاً زموږ د سیاستوالو او چارواکیو د هغو بې ځایه تمې سزا ده چې دوی له یرغل او وحشت نه درلوده. او دغه سزا به زموږ پر ولس تر هغو نازله وي څو له خپلو غلطیو په ریښتیا توبه ګار نه شو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button