کابل کې د کورنیو چارو وزارت یو لوړی پوړی چارواکی وژل شوی

عزم (سه‌شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست یو لوړ پوړی چارواکی نن د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د نامعلومه کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي د نوموړي نوم نه اخلي، خو وايي چې نوموړی د کابل ښار نه کور ته روان و، چې په قره باغ کې یې موټر درول شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.

دی وايي، د دې پېښې وروسته پولیس سیمې ته روان وو، چې په لاره کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او له امله یې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د نننیو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button