اوچا: په هرات کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
عزم (پنجشنبه، ۱۸تله، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر«اوچا» وايي، په هرات کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان په لوېدیځ کې د بېخایه شویو کورنیو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دې اړه خپله خواشیني ښيي.
د اوچا په اعلامیه کې ویل شوي، د تېرو کلونو د وچکالۍ له امله په هرات کې ۸۵زره بېځایه شوي وګړي ژوند کوي، چې لا هم په ۷ غیر رسمي پنډغالو کې اوسېږي او په بد حالت کې د ژوند شپې ورځې تېروي.
د اعلامیې له مخې، یادو پنډغالو ته څلور میاشتې مخکې د مرستو لړۍ ودرول شوې او زرګونه ماشومان له سخت حالت سره مخ شوي.
تېره اوونۍ د هېواد په ګڼو سیمو کې ورښتونه وورېدل او په ځینو سیمو کې واوره هم وشوه.
اوچا له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه غوښتي، چې د ژمي له رارسېدو مخکې بېځایه شویو کورنیو ته پام وکړي او بېړنۍ مرستې دې ور ورسوي.