چین: نوی بالیستیک توغندی مو کولی شي، د نیویارک ښار په بشپړ ډول له منځه یوسي

عزم( چهارشنبه، ۲۴تله ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې امریکا د چین پر هیواد بندیزونه زیات کړل تازه د دغه هیواد نظامي چارواکو په یوه بیساري غبرګون کې ترټولو پرمختللی بالیستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړی دی.
د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د «دی‌اف-۴۱» یا دانگ‌فنگ-۴۱ په نامه دغه پرمختللی توغندی کولی شي، ۹۳۰۰ میله لرې واټن سیمه کې خپل هدف په نښه او له منځه یوسي.

چینایي چارواکي وایی، دغه راکټ کولی شي ۱۰ اټومي سرګلولې په یو وار وتوغوي او دغه راز پر یوه وخت لس اهداف په نښه او لمنځه یوسي.
چارواکي وایی، دغه توغندی کولی شي، له هرډول رادار سیستم څخه ځان تیر کړي او دا توانایي لري چې له توغولو ۳۰ دقیقې وروسته د امریکا متحده آیالاتو ته ځان ورسوي.
چین ویلي کولی شي پر دغه یوه توغندي د امریکا د نیویارک ښار په بشپړ ډول له منځه یوسي او دا د امریکا لپاره دخطر زنګ دی چې باید له پاروونکو بندیزونو لاس په سر شي

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button