واشنګټن کې افغان سفیره: ویره لرو چې امریکا مو د کردانو په څیر یواځې پرې نږدي

عزم( پنجشنبه، ۲۵تله ،۱۳۹۸)؛ واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وایی، افغان حکومت خورا اندیښنه لري چې امریکا به یې د سوریې د کرد وسلوالو په څیر په خالي ډګر وسلوالو مخالفینو ته پریږدي.
رحماني د امریکا په اتلانتیک شورا کې د خبرو پرمهال ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او سولې بهیر په تړاو هر ډول پریکړه د هیچا په ګټه نه ده او امریکا باید د سیمې وضعیت په کتو له کابل سره اتلس کلنه ملګرتیا له پامه نه غورځوي.

نوموړې ویلي: “موږ له متحده ایالاتو غواړي هغسې چې یو، راته وګوري، د یوه همکار په توګه چې اتلس کاله مو د نړیوال د امنیت پخاطر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کړې ده. موږ د امریکا د ټولو هغو قربانیو او لګښتونو مننه کوو چې امریکا په دغه موده کې ورکړي دي. خو موږ هم دا په ډیرو قربانیو جبران کړې ده. موږ د امریکا د یو همکار په توګه ترهګرو او افراطیت پر وړاندې مبارزې او د خپل ځان، سیمې او نړۍ امنیت لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي.”
نوموړې وایی،له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته یې پر امریکایی ملګرو خپل باور په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی او باید امریکا د کابل حکومت اندیښنو ته پاملرنه وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button