ننګرهار: هسکه مینه کې د جمعې د لمانځه پرمهال پر جومات توغندویز برید شوی

 

عزم( جمعه، ۲۶تله ،۱۳۹۸)د ننګرهار ولایت سیمیز چارواکي وایي، د دغه ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ په جودري سیمه کې پر یوه جامع جومات هغه مهال توغندویز برید وشو، کله چې خلکو د جمعې لمانځه لپاره تابیا نیوله.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه کې که څه هم په لومړیو کې دا برید توغندویز بلل شوی وه، خو وروسته یې د چاودنې نوم ورکړ او د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې اوښتو خبر یې ورکړ.

لومړنۍ شمیرې ښیي چې،  پیښه کې ۱۶ کسان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پیښې مسؤلیت کوم لوري نه دی منلی خو تر دې وړاندې پر ملکي ځایونو، جوماتونو او تکیه خانو د ورته بریدونو پړه داعشي وسلوالو چې امریکا یې ملاتړ کوي، په غاړه اخیسته.

دغه راز دولت پلوه ځواکونه او بهرنیان  هم ډیر کله پر ولسي میشت ځایونو  د طالبانو په پلمه د هاوانونو ډیسي توپونو په مټ مخامخ ځمکني بریدونه او د چورلکو، جیټ او بې پیلوته الوتکو څخه په استفادې هوایي بمبارۍ ترسره کوي

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: