سید نورالله جلیلي: د انتخاباتو هره څنډه کې فساد لیدل کیږي

عزم(سه شنبه، ۳۰ تله ۱۳۹۸): د ولسمشریزو ټاکنو نوماند سید نورالله جلیلي وایي د انتخاباتو په هره څنګه کې فساد، ګډوډي، د مدیریت ضعف او فساد لیدل کیږي.

هغه وایي چې په روانو ټاکنو له سلو ملیونو ډالرو څخه زیات مصرف راغلی دی، چې دغه ضعیف هیواد باید په دومره لوړ قیمت داسې انتخابات نه وی اخیستي.

نوموړی وایی مونږ وړاندې هم پوهیدلو چې په دغه کمیسیون کې داسې نقصانات شته خو مونږ بیا هم له دې سره سره له دغه کمیسیون سره د پریکړې د منلو وعده وکړه چې اوس به یې له هر ګول فساد سره منو.

جلیلي وایی چې هغه ائتلافونه ورته د منلو نه دي چې په نورو هیوادونو کې جوړ، بیا دلته راوړل شي، په خلکو و تپل شي او د تیر په څیر یو مشر او یو کشر جوړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button