د طالبانو بريالۍ تفريحي جګړه

محسن پکتين

سياحت يا تفريح د انسان په ژوند او د اسلام په دين کې د پام وړ ځای لري، ټول ملتونه يې پر اهميت قائل او پرې پوهېږي، په اسلام کې چې يې مېتود او اسلوب جهاد ګرځول شوی خورا له خوبيو او ګڼ شمېر ګټو ډکه ده، ياني د اسلامي سياحت او تفريح په همدې يوه چاره کې د جهاد ټولي ګټي نغښتې دي، له دې ور هاخوا بدني او اروايي روغتيا، د لېدلو او نالېدلو سيمو سيلونه، يويزه او ډله اېزه ځواک ښودنه او…ټولي هغه ګټي هم راټولوي چې نور ملتونه يې په ساتېرۍ، فزېکي خوځښتونو او بېلابېلو لارو چارو کې لټوي.

د اسلام، مسلمانو ملتونو او اسلامي ارزښتونو دښمنانو زموږ د دې ځانګړې او ګټوري تفرېحي چاري له منځه وړلو او پرې د نه توانېدو په صورت کې د پېکه ښودلو ډېري هڅې او دسيسې په کار واچولې، له لومړي سره يې د کرکټ پر نوم يوه خورا بې ګټي، فزيکي او رواني ستړې کونکې او د يو انسان او بيا مسلمان لپاره له زيانونو ډکه نړيواله تفرېحي لوبه رامنځته کړه، ترڅو پرې له جهاده زموږ د ځوانانو پام واړوي، دا حربه يې دومره پر چل او چالاکۍپلی کړه چې راپيل يې له خپلو هېوادونو خو د هغې پراختيا، پرمختګ او ښې ودې ته يې زيات کار او پاملرنه پر اسلامي نړۍ کې وکړه.

نوري حربې لکه ځيني واکسېنونه، ګټندويه بنسټونه، ښوونيزي او صحي مرستي، د ابادۍ او بيا رغوني په نوم هڅي پڅي او… خو يې همدلته پيل او همدلته وده کوي، چې واکسين يې په نوي مسلمان نسل کې د غيرت او مروت مادې وژل، فزېکي نشاط له منځه وړل او ورسره د نفسي غرېزو پياوړي کول دي، پاتي نور يې زموږ پر فرهنګ، فکر او اېډيالوژۍ د بريد لپاره د ټولني منځ ته ځان را رسولو، دلته نفوذ پيدا کولو او د ياد بريد لپاره د لازمو تدابېرو نېولو په موخه و او د هغه له ترسره کېدو وروسته زموږ پر فرهنګ، فکر او اېډياوژۍ د بشپړي برلاسۍ په موخه دوام لري، نو له همدې امله که څه هم نړيوال نوم ور کول کېږي، خو په کفري هېوادونو کې بېخي شته نه ياهم د تبليغاتي وسيلې په توګه د نشت برابر.

کرکټ به پر ښکاره چاته د جهاد له ګڼو ګټو يواځي د هغه د تفريحي اړخ مقابل مالومېږي، خو غربيانو له هغه څخه په ترلاسه کړيو تجربو سر بېره د خپلي پوهي تر وروستي بريده دا لوبه داسي پلان کړې او را وارېده کړې چې د جهاد له ټولو اړخونو د مسلمان نوي کول پام اړلو وړتيا ولري او دغه اړتيايې پوره کولای شي، همدا لامل دی چې پراخ تبليغاتي پوښښ ور کوي، هرډول اسانتياوي يې برابروي، د نړيوالي کچي پر سياليو او سترو پروګرامونو يې لمانځي، ګټونکي يې په نړيواله لوړه جائزه تطميع کوي او…

او بيا يې ورسره نور ستړي کونکي سپورټي پروګرامونه رامنځته کړي ترڅو په کرکټ کې شته ځيني نېمګړتياوي پوره کړي، دا هرڅه يواځي دغې لوبي ته زموږ د ځوان کول د جلب او هڅوني په موخه ترسره کېږي ترڅو ځوانان مو هغې ته مخ او جهاد ته شا کړي، نور هېڅ انګېزه او د پام وړ ګټه نلري.

خو له نېکه مرغه چې د دوی دغه حربې په پرلپسې ډول يو پر بلي پسې له ناکامۍ سره مخ شوې، نه واکسېنونو کار ورکړ، نه ګټندويه بنسټونو، نه يې ښوونېزو، صحي او رغنيزو غورځو پرځو په درد وخوړه او نه هم د افغان مجاهد ولس ځوان او تاند قشر د جهاد پر وړاندې رامنځته شوې د کرکټ لوبي او سپورټي برنامو ته کومه پاملرنه وکړه، بلکې لا دغه ټولي دسيسې يې سرچپه او د ځان پر ګټه وڅرخولې.

زموږ ځوان او مجاهد کول چې جهاد د تفريح ترڅنګ د ژوند د ټولو او هر اړخېزو ګټو د يوې مذهبي جامعې تګلاري په توګه مني، د هېواد له اشغال او دلته د جهاد لړۍ توندېدلو سره سم يې خپلو شته خوښيو او تفريحي چارو ته لا هم شا او د جهاد سنګرونو ته يې په ټوله مېنه او خوښۍ ور مخه کړه چې اوس پر دې حقيقت خپله د اسلام دښمنو سرخېل هم اعتراف لري.

کابو اونۍ وړاندې ټرمپ يوې خبري غونډي ته چې لوی شمېر چارواکې يې هم پکي کېنولي و؛ و ويل لکه موږ (امرېکايان) د فوټبال لوبي ته د تفريح په سترګه ګورو طالبان (زموږ پر وړاندې) جګړې ته د يوې تفرېحي لوبي په سترګه ګوري.

سره له دې چې نوموړی سخت دروغجن او هر څوک يې پېژني خو دايي بېخي رښتيا وويل (صدق والله انه لَکذوب)، د هغه دا څرګندوني په ځان کې ډېر پيغامونه لري، لکه په خپله د جګړې بايلنې، د مجاهد ولس بشپړي بريا او ميدان ګټني، څه کم ۱۵پېړۍ ورسته لاهم پر دېني بنسټونو زموږ د ولاړې، د طالبانو د نبوي ارشاداتو او د خير القرون خلافتونو په رښتونې توګه ژوندي تمثيل او د هغو په دې تفريحي جګړه کې د امرېکا د رول تر څنګ د طالبانو د بريالي حيثيت ښودني پيغام.

له خپل فوټبال سره د طالبانو د جګړې تشبيه او ورته بلل ګڼي استعارې لري، فوټبال کې يو لوری هغه بل ته پر ټول توان توپ اړوي، کله پرې هغه ښه پر زور ولي، ګټونکی زيات او کره وېشتونکی وي، پر لوړ مورال لوبېږي، پر پراخو چکچکو يې وار بدرګه کېږي، مخ پر وړاندې ځي او ټاکلې موخي لاس ته راوړي، له خپلي لوبي زيات خوښ او د بيا بيا ځلي لپاره ورته پوره تيار وي او… د طالبانو د بريالۍ تفرېحي جګړې هم دا انځور او منظر دی، سرچپه د سيال لوری يې نه وېشتل برابر ځي، نه د لوبي روحيه لري، نه څوک پرې غوږ ګروي، نه پر وړاندې تللی او موخه تر لاسه کولی شي او نه خپلي لوبي ته زړه لري بلکي لازيات زيان او ټيټ سترګي پکې ويني او ترې د ځان اېستلو پر لټه وي.

ټرمپ په دې سربېره چارواکي مخاطب کړي او زياته کړې يې ده چې که غواړئ په جګړه کې د افغانانو زور مالوم کړئ، نو له روسيې يې و پوښتئ، له دې مخکې يې هم يوې کمپايني غونډي ته ويلي و چې افغانانو له شوروي څخه روسيه جوړه کړه، دا به پرېږدو چې هغه يواځي روسيه ولي يادوي، دا به و وايو چې هغه ولي خپله اوسنۍ ماتې شاته او د روسيې پخوانۍ هغه رامخکې کوي، د ځان پر وړاندې لويې بريا سربېره د افغانانو بريا وي د روسيې پر وړاندې پر وړه بريا بېلګه کوي.

له بل لوري مخکي له دې چې پر روان برخليک اخته شي طالبانو په کراتو مراتو سر ور خلاص کړی چې له شوروي څخه عبرت واخلئ کنه د هغه پر برخليک به اخته کېږئ، نو اوس که هغه تر شوروي په ابتر حالت کې خپله دغه وايي نو له ځان پرته چاته وايي؟! او بيا۱۹کاله له وخت وروسته هغه هم له داسي دښمن (طالبانو) څخه پر نقل چې دا۱۹کاله يې هم ډغره ورسره وهله هم يې هغه سر ناخلاصی پوهاوه، هم يې په دې موده کې تر شوروي پر ابتر برخليک اخته کړ او هم يې اخېر د ټرمپ پر ضمني اعتراف ترې په۱۹کلنه ډغره کې د ډګر ګټني وياړ خپل کړی، نو همدې دوو نکتو ته پر کتو هغه بايد داسي ويلي وای چې که په جګړه کې د افغانانو زور نه و/نه وي درمالوم نو د تر ټولو ستر اشر پر وړاندې دغه۱۹کلنه جګړه يې وپوښتئ، خو چې ويې نه ويل همدا د پوښتني ځای دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: