طالبان وایي فراه کې یې ۳۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم(جمعه، ۳ لړم ۱۳۹۸): تیره ورځ د فراه ولایت بکوا او ګلستان ولسوالیو ترمنځ طالبانو د دولتي خواکونو په یو قطار برید کړی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.

طالبانو ادعا کړې چې په دغه برید کې یې ۳۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او خورا زیات مهمات او وسلې لاسته ورغلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د فراه ولایت بکوا او ګلستان ولسوالیو تر منځ پتاوک او پوزګي سیمو کې یې د تیرې ورځې په جګړو کې ۳۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي وایي چې همدا راز یې د یادې جګړې په ترڅ کې ۱۰ ټانګونه ویجاړ کړي، ۲ ټانګونه ۱۵ اکمالاتي موټر او خورا ډیرې وسلې او مهمات یې لاس ته ورغلي دي.

د فراه ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button