اشرف غني: سوله باید د امریکایانو تر وتلو پورې نه وي تړلې

عزم(شنبه، لړم۴ ،۱۳۹۸په داسې حال کې چې غوڅ اکثریت افغانان په هیواد کې د بهرنیانو پوځي حضور د سولې اصلي مانع بولي او د سولې د راتګ لپاره د دغو پوځیانو وتل اړین شرط بولي، تازه د ګډحکومت مشر اشرف غني ویلي، مخالفین باید سوله د امریکایي ځواکونو په وتلو پورې مشروطه نه کړي او د یوې جلا پروسې په توګه دې ورته وګوري.
نوموړي داڅرګندونې د عدم انسلاک غونډې په څنډه کې د هندوستان د لومړي وزیر له مرستیال” موپاوراپو ونیکا نایدو” سره په ګډه ناسته کې وکړې او زیاته یې کړه چې بهرنیان باید د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په افغانستان کې دائمي حضور ولري.

اشرف غني وویل، سوله جلا او د بهرنیو پوځونو وتل جلا موضوع ده چې باید هره یوه د بلې مانع نه شي ځکه چې د ده په وینا، سوله د بهرنیانو په پوځي شتون کې هم ترسره کیدلی شي.
نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو له قربانیو د مننې ترڅنګ وویل، هند هم باید له افغانستان سره د مالوماتي ټکنالوژي، تحصیلاتي او نورو بیلابیلو برخو کې مرستې لازیاتې کړي.

اشرف غني داسې مهال د بهرنیو پوځونو وتل د سولې له پروسې جلا  بولي، چې څو ورځې وړاندې یې د امریکا د کانګرس له استازو څخه هم په یوه غونډه کې د امریکایی پوځیانو د اوږدمهالي شتون غوښتنه وکړه او تردې وړاندې یې له امریکایي ولسمشر نه هم په یوه لیک کې  ورته غوښتنه کړې وه..
د یادونې وړ ده چې اشرف غني په وار وار ویلي چې که بهرني پوځونه ترې ووتل، حکومت به یې ژر وپرزیږي او له همدې امله یې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو سخت مخالفت کاوو، ځکه یاد مذاکرات یواځې د بهرنیانو پر وتلو او له افغانستان نه امریکا ته د امنیتي تضمین په ورکولو ورټولې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button