طالبان: تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر سلو ډیر عسکر وژل شوي دي

عزم(شنبه، لړم۴ ،۱۳۹۸)طالبانوپه یوه خبرپاڼه کې د تیرو څلورویشتو ساعتونو د فعالیتونو ټولییز راپور خپور کړی او ادعا یې کړې چې نږدې ۲۰۰ عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیره یوه شواروز کې شاوخوا ۴۹ لوی او واړه بریدونه په بغلان، تخار، کاپيسا، کابل، خوست، پکتیا، کندز، بلخ، میدان وردګ، پروان، کنړ، جوزجان، بدخشان، هلمند، هرات، زابل، کندهار، غور، بادغیس، فراه او اروزګان کې د دولتي منسوبینو پر مراکزو، پوستو، قطارونو او نورو اهدافو ترسره شوي دي.

طالبان وایي، د دې بریدونو په لړکې د دریو قومندانو په ګډون ۱۱۶ تنه عسکر، پولیس اواربکیان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي .
د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې د دولتي عسکرو ۲۸ پوځي وسایط او اکمالاتي موټرې له منځه وړل شوې او ۹ امنیتي پوستې هم د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ هم په ټول هیواد کې د لسګونو بریدونو د ترسره کیدو او د امریکایي عسکرو په شمول ۲۱۰ تنو کورنیو او بهرنیو عسکرو ته د مرګ ژوبلې ور اوښتو ادعا کړې وه.

تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او  د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو پر دغه راپور کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button