ولسمشر او سلاکار یې لا هم طالبان نه پېژني

د کابل حکومت د ملي امنیت سلاکار، د اکتوبر په ۲۹مه، یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان ”وېشل شوي، یو لاس نه دي او مشرتابه یې پر پوځي قومندانانو باندې کنټرول نه لري. “د ده په وینا،” لومړی باید دوی [طالبان] ځان ثابت کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري“.

خط اول

مشهوره وینا او قانون دی: له دښمن سره تر جګړې وړاندې هغه سم وپېژنه. د دښمن له سمې پېژندنې پرته د جګړې ډګر ته کوزېدل د ځانوژنې په معنا دي. خو، سره له دې چې کابل حکومت د څه باندې درې درځنه هېوادونو په ملاتړ له تېرو اتلسو کلونو راهیسې له طالبانو سره په تونده جګړه بوخت دی – لا یې هم طالبان نه دي پېژندلي.

د کابل حکومت د ملي امنیت سلاکار، د اکتوبر په ۲۹مه، یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان ”وېشل شوي، یو لاس نه دي او مشرتابه یې پر پوځي قومندانانو باندې کنټرول نه لري.“

د ده په وینا،” لومړی باید دوی [طالبان] ځان ثابت کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري“.

نوموړي د طالبانو د وېشل کېدو د ادعا د اثبات لپاره د خپل رییس، ولسمشر، یوه بې اساسه ادعا تکرار کړه او ویې ویل چې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په ګډون ځینې نور قومندانان داعش سره یوځای شوي دي. (د داعش د خلافت د اعلان په لومړیو کې ځینې ټيټ پوړي طالب قومندانان او جنګیالي دې ډلې سره یوځای شول، خو دا پروسه هماغه مهال په ټپه ودرېده او په دې وروستیو کلونو کې د پاموړ کومه داسې پېښه نه ده شوې.)

لومړی به راشو چې آیا د طالبانو مشرتابه پر خپلو قومندانانو رښتیا هم کنټرول نه لري او که دولت دا ډول څرګندونې د نړیوالو او خلکو د غولونې لپاره کوي.

طالبانو تر ۲۰۱۸ز وړاندې نږدې هر کال د اخترونو په لومړیو درو ورځو کې تعرضي عملیات درول، خو د درېدو اعلان یې نه کاوه. په هغه کال یې د کوچني اختر په لومړیو درو ورځو کې د بریدونو درېدو اعلان وکړ.

د اختر د شپې له راتلو سره سم په ټول هېواد کې د طالبانو عملیات ودرېدل – تر پایه داسې خبر ورنکړل شو چې طالبانو دې د خپل مشر له امره سرغړونه کړې وي. په ټول هېواد کې د طالبانو لخوا د یوه ډز نه کېدل هغه ادعاوې بې اساسه ثابتوي چې ګویا د طالبانو قومندانان د خپلو مشرانو په کنټرول کې نه دي.

د ۲۰۱۸ز کال د درې ورځني اوربند ترڅنګ ګڼ نور دلایل هم شته چې ښيي د طالبانو مشرتابه – د کابل حکومت برعکس – پر خپلو قومندانانو او افرادو بشپړ کنټرول لري. ښه به وي چې حکومت نور د ځان او جهان له تېرایستلو لاس واخلي او حقایقو ته تسلیم شي. متل دی چې حقیقت سرچپه ویل کېدای شي، خو بدلېدای نشي.

دویم، رابه شو چې آیا طالبان رښتیا هم وېشل شوي او ځینې مشران یې د داعش په څېر له یوې ماتې خوړلې ډلې سره یوځای شوي او که نه.

د طالبانو او امریکا د مذاکراتو له پیل کېدو راهیسې د د دې مذاکراتو کورنیو او بهرنیو مخالفینو ویل چې طالبان یو نه دي او د خبرو له پیل کېدو سره به، په اصطلاح، ”سخت دریځه“ طالبان داعش ته ولاړ شي.

ښاغلی ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار هم د دې فرضیې تر اغېز لاندې راغلي دي. د خپلې دې غلطې فرضیې د اثبات لپاره دواړو یوه بې بنسټه ادعا کړې چې ګویا د طالبانو د رهبري شورا یو غړی، ملا عبدالقیوم ذاکر، له داعش سره یوځای شوي دي. ولسمشر تر ټاکنو وړاندې له یوه کورني ټلوېزون سره د مرکې پر مهال هم دا ادعا، په افتخار آمیزه لهجه، کړې وه.

 خو حقیقت دا دی چې د طالبانو د مشرتابه شورا یاد غړي به – په یقین سره ویلای شو – له طالبانو د بېلېدو فکر لا هم نه وي کړی، د داعش په څېر له یوې ماتې خوړلې ډلې سره یوځای کېدل خو یې لیرې خبره ده.

بناءً، ښه به وي چې حکومت نور حقایقو ته تسلیم شي، او د خلکو د غولونې او تېرایستنې  حربو ته د پای ټکی کېږدي ځکه حقیقت بدلېدای نشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button