د صفر یک د ظلم له امله د ښځو چیغې دویم کلی ته راتلې

لیکوال: حماد افغان

له لوی اختر څو ورځې وروسته د لوګر مرکز دادوخیلو کلي ته لاړو ماښام مو ډوډی وختي وخوړله څو ملګري وو فضا ښه نه راته ښکاریدله، که څه هم مونږ طالبان نه وو خو د کور خلک ویریدل ویل یې چاپه کې کوربه او میلمه له یوه پلوه وژني د صفر یک عسکر د حق او نا حق پوښتنه نه کوي چې څوک پیدا کړي وژني یې که پیدا یې نه کړي کور خو خامخا ورانوي خدای دې خیر کړي زر زر ډوډی وخوری چې چیرته بل ځای لاړ شو.

ډوډۍ مو وخوړله له کور را وو وتلو هیڅ لوری راته خوندي نه ښکاریده او نه مو دا طمع وه چې بل څوک به ځای راکړي، خیر کوربه تر مخ مونږ ورپسې شولو ویل یې راځئ دلته لرې یو باغ ده هلته به لاړ شو، دی تر مخ مونږ ورپسې شولو څو دقیقې مو ګړندی مزل وکړ چې باغ ته ورسیدو، څو شیبې تیرې شوې چې هلیکوپټرو او چهارماشینه دورې شروع کړې، دلته هم ځان راته خوندي نه ښکاریدلو یو بل ته مو همدا ویل چې ونه ښوری ګوری طیاره ګرم ناګرم، طالب او غیر طالب نه ګوري حساب پوره کوي او له پلوه بمبار کوي خلک ولي، تقریبا دوه نیم یا څه کم درې ساعته تیر شول خو د طیارو ډار بمبار هر څه به مې هیر شي د هغو ښځو غږونه به مې تل په غوږ کې وی چې د صفر یک وحشي عسکرو یې ترمخ د کور نارینه غړي ورته شهیدان کړل او دوی ورته کریغې وهلې، دا چیغې او فریاد آن تر سهار پورې روان وو تول کلی کې دومره څوک نه وو چې له کور وتلی وی، ځکه دوی ویریدل چې د صفر یک عسکر به لا نه وي تللي که و مو ویني وژني مو.

سهار اذانونه وشول لږ رڼا شوه کوربه کلي ته زنګونه شروع کړل، لومړی یې خپل کور ته زنګ وکړ وی خدای جل جلاله دې خیر کړي چې زمونږ په کور یې چاپه نه وي وهلي د کور ټیلیفون یې لومړی وار زنګ تیر نه کړ رنګ یې ډیر بدل او وارخطا شو ویل یې لکه چې زمونږ کور یې الوزولی چې څوک به پاته وي کنه، خو دویم وار موبایل ته زنګ ورغی او ورته و یې ویل کور کې خیر ده چاپه بل ځای وه خو خبر نه یم چې د چا په کور وه خو د کلي بر سر کې د ښخو چیغې او نعرې دي، تر دې وروسته یې څو تنو نورو ته زنګ و واهه او همدا یوه پوښتنه یې کوله چاپه چیرته وه خو هر چا همدا ورته ویل چیغې دي خو وتلی نه شو سخت بمبار یې هم وکړ لا درک نه لګیږي.

مونږ ته یې ویل تاسو همدلته اوسئ زه یو وار ځم مالومات کوم چې څنګه چل دی، څو شیبې نه وې تیرې چې بیرته راغی او ویل یې زمونږ کلي کې یې د ملامحمد رحیم په نوم د یو سپینږیري په کور چاپه اچولې او له سعودي څخه څو ورځې وړاندې راغلی ځوی او یو لمسۍ یې ورته شهیدان کړي، کور یې ګډ کړی، همدا یې مشر، د خبرې او ګټې وټې ځوی وو په کور یې خاورې واوښتې رب تعالی دې رحم پرې وکړي.

سهار شو د صفر یک ځانګړو ځواکونو راپور خپور کړ چې د لوګر مرکز اړوند دادوخیلو کلي کې مو د حقاني شبکې د یو قومندان په ګډون څو تنه طالبان و وژل او یو مرکز مو ویجاړ کړ.

دوه ورځې تیرې شوې فیسبوک کې مې یوه ویډیو ولیدله یو سپینږیری په ملا کوپ سړی ولاړ ده او په ژړغونې لهجه وایی عسکرو ته مې و ویل ځوی مې بوزی تحقیق ترې وکړی هغه بله ورځ له سعودي راغلی هیڅ ګناه پکې نشته خو هغه یې دلته شهید کړ او لمسۍ مې هلته شهید کړ په ماینونو یې کینولي وو، مونږ یې له کور و ویستلو چې راغلو د چا غوښې هلته پرتې او د چا دلته، د دا ځوی مې یوه پښه له کور لرې هلته آن مدرسې سره پرته وه.
د دې پر صبا طلوع نیوز هم یو راپور خپور کړ چې یو دیوال په وینو لړلی او همغه سپینږیری پلار د صفر یک عسکرو له لوري د ځوی او لمسي د وژلو کیسه په اوښلنو سترګو کوي او وایي چې دا شپه لکه د قیامت په څیر پرې تیره شوله خدای دې په بل مسلمان نه راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button