طالبان: تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو په لسګونو دولتي عسکر وژلي

عزم(جمعه، لړم ۱۰ ،۱۳۹۸)طالبانو په یوه خبرپانه کې د تیر یوه شواروز جګړیزو فعالیتونو ټولیز راپور خپور کړی چې په ترڅ کې یې د لسګونو عسکرو د وژل کیدو او لسګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هلمند، بادغیس، سرپل، غور، کندهار، هرات، ارزګان، فراه، زابل، بغلان، تخار، غزني، پکتیا، بلخ، ننګرهار، میدان وردګو، کندز او کاپيسا ولایتونو کې د دولتي عسکرو په پوستو، مراکزو، قطارونو او اهدافو ۴۵ لوی او واړه بریدونه ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د عملیاتو په لړ کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۷۸ تنه عسکر وژل شوي، ۴۲ تنه نور ټپيان دي، او ۵۲ تنه نور ورته ته تسلیم شوي دي.

طالبان وایي، په دغه موده کې یې ۴ پوستې او پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې او د یو شمیر دولتي وسایطو د لمنځه وړلو ترڅنګ یې خورا ډيره وسله له مهماتو سره یوځای نیولې ده.
طالبانو په دې عملیاتو کې خپل لور ته هم د مرګ ژوبلې اوښتل منلي، خو کره شمیره یې نه ده په ډاګه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې سیګار هم په یوه راپور کې په ډاګه کړې چې په تیرو ۳ میاشتو کې د ګډوځواکونو تلفات ډير شوي او افغان _امریکایي ځواکونه په دفاعي حالت کې قرار لري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button