د عصابو د پیاوړتیا لپاره اته غوره خواړه

لیکنه شمیم اتل

ستاسو مغز او عصاب خوړو ته هماسې اړتیا لري لکه ستاسو زړه، عضلات او د وجود نور غړي یې چې لري. خو کوم خواړه د مغز له پیاوړتیا سره مرسته کوي؟ دلته د اتو خوړو لیست درسره شریکوو چې په خپلې ورځنۍ غذا کې یې په شاملولو تاسو خپل ذهن صحتمند ساتلی شئ.

چارمغز یا غوزان
غوزان د عصابو د ساتنې مواد لري. په غوزانو کې ویټامین E ، فولات اومیګا ۳ غوړ او انټي اکسیډنونه شامل دي.
څیړنو ښودلې د غوزانو خوړل ستاسو د عصابو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. په یوې مطالعې کې موندل شوې چې غوزان د هغه ستریس کمولو کې هم مهم رول لري چې د عمر په زیاتیدو پیدا کیږي.

زردچوبه یا کورکمن
زردچوبه ستاسو مغز پیاوړی کوي . دا د مغز فعالیت بهتره کوي او د عصبي ناروغیو خطر کموي. همدارنګه زردچوبه د هغو انټي اکسیدڼتونو کچه پورته کوي چې ستاسو د وجود دفاعي سیستم ورسره پیاوړی کیږي. همدارنګه څیړنو ښودلې هغه مواد چې په زردچوبه کې شته ستاسو مغز ته د اکسیجن ورتګ زیاتوي او د معلوماتو د تحلیل لپاره د بیدارۍ ځواک درکوي.

ماهي ( کب )
ماهي د اومیګا۳ غوړو اسیدو غوره سرچینه ده. دا مرسته کوي چې مغز ښه او نرم کار وکړي. ماشومانو ته وخت ناوخته ماهي غوښه ورکول د هغوی د تمرکز ځواک پیاوړی کوي.
هغوی چې ډيره د ماهي غوښه خوري په اضطراب او ژورخپګان د اخته کیدو خطر یې تر نورو کم دی.
شنې پاڼې لرونکې سابه
پالک، ورخاړی ګندنه او نور شنه سابه له ډیرو غورو موادو مالامال دي. سابه د عصابو د ښه فعالیت لپاره یو تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي.

د زیتون غوړي
عصاب تر ډیره له غوړو اسیدو جوړ دي او دا غوړ اسید د عصابو د سم فعالیت لپاره په دوامداره توګه اړین دي. د زیتون غوړ هغه څه دي چې همدا صحي غوړ اسید لري چې ستاسو عصاب، تمرکز او حافظه پیاوړي کوي. د زیتون غوړ د هغو عصبي کمزوریو مخنیوي کې هم موثر دي چې د عمر په زیاتیدو پیدا کیږي.

هګۍ
هګۍ د کولینو په نوم له موادو ډکې دي، همدارنګه د بي ویټامین لري. له هګیو تر لاسه کیدونکې کولین ستاسو مغز د هغې پروسې لپاره کاروي چې د حافظې د پیاوړتیا او عصبي حجرو ترمنځ د ارتباط سبب کیږي. همدارنګه هګۍ د پروتینو له پلوه هم بډای دي چې عصابو ته مهم دي.

ګلپي
ګلپي په ځانګرې توګه شنه ګلپیان د عصابو لپاره دوه مهم مواد لري. ویټامین K چې د ادراک قوه او ادراکي وړتیا پیاوړتیا کې رول لوبوي او کولین چې ګلپي یې لري د حافظې پیاوړتیا سره مرسته کوي. هغوی چې ډیر ګلپیان خوري حافظې یې ښې وي خو که ویې کاروی.

تور چاکلیټ
په کمه اندازه د تورو چاکلیټو خوراک روغتیاته له بیلابیلو اړخونو ګټه کوي. په حقیقت کې په کمه اندازه تور چاکلیټ اوس د پخوا په خلاف د عمر د اغیزې د کمیدو او د التهاب ضد یو ډول خوړو په توګه چې ذهن او وجود ته ګټه کوي پیژندل کیږي. چاکلیټ خوړل د هغو کسانو د نښو او د ناروغۍ د علامو په کمیدو کې موثر ثابت شوي چې پر ستریس، اضطراب او ژور خپګان اخته وي. څیړنو ښودلې چې په چاکلیټو کې داسې مواد شته چې عصابو ته د وینې جریان تیزوي او همدا د طبعې په بدلیدو کې مهم رول لوبوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button