سیګار: د افغانستان پر بیا رغونه ۱۳۲ میلیارده ډالر لګول شوي

عزم(یکشنبه، لړم ۱۲ ،۱۳۹۸د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې “سیګار” په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ۱۳۲ میلیارده ډالر لګولي، چې ۱۱۴.۲ مېلیارد ډالره یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق لپاره او ۳۴.۴۶ میلیارده نور یې د حکومتولۍ د پراخیتا لپاره لګول شوې دي.

سیګار وایي، په عین حال کې د دوی شمیرې ښیي په تیرو ۱۷ کلونو کې ۷۶۴.۵ مېلیارده امریکایي ډالر په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لګښت شوی دی.

د جان سپکو په مشرۍ دغې ادارې ویلي، فساد لویه ستونزه ده چې له امله یې د لګیدلو پیسو لویه برخه شخصي جیبونو ته تللې ده.
سیګار خبرداری ورکړی چې، ښایي افغانستان د عوایدو به برخه کې خپلو ټاکلو موخو ته د رسیدو په برخه کې روان کال له سختو ننګونو سره مخامخ شي.

په ورته مهال د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایي، د بهرنیانو مرسته شوې پیسې تر ډیره چورتالان شوې دي.
د دغې ادارې یو غړی ناصر تیموري وایي، «پیسې معمولاً په دوه لویو برخو کې وهل شوې چې یو یې د ناسمو پلانونو نیول او بل هم داسې کسانو چې د هیواد آبادي او ترقي ته ژمن نه و، نو مرسته شوې پیسې یې وهلې دي»

بلخوا بیا د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، د روان کال لپاره یې ۱۰ میلیارده ډالر زیات خوندي کړي او په وینا یې چې اوسمهال ۱۶۰ مېلیارد افغانۍ لري او د کال تر پایه یې هڅه دا ده چې د عوایدو په برخه کې زیاتوالی راولي.

د ولسي جرګې یو غړی اقبال صافی بیا په پوځي برخه کې د امریکا مرستې د پام وړ نه بولي او زیاتوي چې افغان پوځ لا هم په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د بهرنیانو مرستو ته اړ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button