مشرانو جرګه: د ملي راډیو تلوېزون د ځمکې د اجارې په اړه حکومت باید سپیناوی وکړي

عزم (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغانستان ملي راډیو تلوېزون ځمکه ځینو سفارتونو او بنسټونو ته د کال په سل افغانۍ اجاره ورکړل شوې او حکومت باید په دې اړه سپیناوی ورکړي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون مشر زلمی زابلی وايي، د ملي راډیو تلوېزون اړوند هر جریب ځمکه د کال په یوه سټرلېنګ پاونډ ورکړل شوې، چې څه باندې سل افغانۍ ترې جوړېږي.

نوموړي د مالیې چارسمبال وزیر همایون قیومي ته وویل، د مالیې وزارت باید په اړوند موضوع څېړنې وکړي، چې څنګه دولتي ځمکه سفارت د کال په سل افغانۍ اجاره ورکول کېږي.

همایون قیومي د مشرانو جرګې غړو ته وویل، د مالیې وزارت په اړوند موضوع څېړنه کوي، چې څنګه په ټیټه بیه یو جریب ځمکه په سل افغانۍ د کال په اجاره ورکول کېږي.

ده همدارنګه وویل، د ملي راډیو تلوېزون د یوې برخې ملکیت په اړه چې هر حکم صادر شوی، د ولسمشرانو په کچه و او دغه هوکړه د ده تر کچې لوړه ده.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون مشر زلمي زابلي وویل، ګډ حکومت په ناقانونه توګه د ملي راډیو تلوېزون د یوې اندازې ځمکې د پلورلو اقدام کړی او په خورا ټیټه بیه یې په اجاره ورکړې ده.

د افغانستان د ملي راډیو تلوېزون مسوولین وايي، د ملي راډیو تلوېزون لس جریبه ځمکه او ۲۵زره متر مربع ځمکه د ۵۰ کلونو لپاره اسیايي بانک، د برېتانیې سفارت، اروپايي ټولنې او د کاناډا سفارت ته هر کال د یوه سټرلېنګ پاونډ په بدل کې په اجاره ورکړل شوې ده؛ خو دا چې ولې په کمه بیه ورکړل شوې، لا هم حکومت چارواکي ځواب نه وايي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button