د ولسی جرګې غړي: ۲۰۱۴ کال کې جانکیری حکومت راته جوړ کړ چې دا ځل به یې څوک جوړ کړي

عزم(دوشنبه، ۱۳ لړم ۱۳۹۸): د ولسي جرګې غړی وایی چې د امریکا سفارت د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به کارونو کې مداخله کوي او د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو لیدنه د انتخاباتو له کمیسیون څخه د دغه کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې راوستې.

دوی وایي په ۲۰۱۴ کال کې خو جانکیري حکومت راته جوړ کړ، معلومه نده چې دا ځل به څوک د خپلې خوښې حکومت په افغانانو تحمیل کړي.

د دې ترڅنګ مشرانو جرګې غړي هم وایي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون څخه د امریکا د سفیر جان باس لیدنه د دغه کمیسیون په کارونو کې مداخله څرګندوي.

دوی وایي جان باس د انتخاباتو کمیسیون څخه د لیدنو هدف د دغه کمیسیون کمیشنرانو ته د اجنډا ټاکل دي، او د انتخاباتو کمیسیون څخه د بهرنیو کمیسیون لیدنه او څارنه د دغه کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې راولي.

د مشرانو جرګې یو تن غړی کامل بیګ ویلي ایا د امریکا سفیر جان باس په امریکا کې هم کولی شي چې د انتخاباتو کمیسیون څارنه وکړي.
هغه وایي د هغه ورتګ د انتخاباتو کمیسیون ته ښکاره مداخله ده د دغه کمیسیون په کارو کې.

بیګ وایي چې د انتخاباتو کمیسیون مسئولین عوامو ته دوکه ورکوي، باید زر تر زره د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او نور عوامو ته دروغ و نه وایي.

لطف الله بابا د مشرانو جرګې یو بل غړی هم ورته نظر لري او وایي تیر خل جانکیري حکومت جوړ کړ چې دا خل به څوک د خپلې خوښې حکومت راباندې و تپي.

هغه هم وایی چې انتخاباتو کمیسیون د بهرنیانو په لاس کې دی او خاص امریکایان یې مدیریت کوي، د سفیرانو ورتګ هم د همدې لپاره ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button