اجرایه ریاست: د اشرف غني د سولې طرحه د ملي یووالي حکومت رسمي دریځ نه ده

عزم(دوشنبه، ۱۳ لړم ۱۳۹۸): اجرایه ریاست یوځل بیا هغه اوو ماده ایزه طرحه رد کړه چې ارګ له طالبانو سره د خبرو کولو د میکانیزم په توګه چمتو کړې وه.
د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي وایي، دغه طرحه د اشرف غني له خوا چمتو شوې او له اجرایه ریاست سره چې د ګډحکومت نیم واکې اداره ده هیڅ مشوره نه ده شوې، نو پر همدې اساس دا طرحه رسمي دریځ نه شي بلل کیدای.
نوموړي وویل، د سولې د طرحې جوړولو لپاره باید د حکومت دواړه واکمن لوري، سیاسي څیرې او اپوزیسیون خبر وي او له هغوی سره په همغږۍ یوه طرحه تیاره شي، چې اوسنۍ طرحه کاملاً یو اړخیزه او نه شو کولی هغې ته د دولت د سولې طرحه ووایو.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د کابل حکومت د سولې طرحه یواځې شخصي نظر دی چې په خپله د ګډ حکومت ځینو چارواکو هم شخصي لیدلوری بللی و او پر دې نه ارزي چې دوی رسمي غبرګون ورته وښیي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: