غل او چاړه

• سورګل: یاره ماښام یو غله چاړه راباندې راوکښل او پیسې یې ټولي راڅخه واخیستې.
ملګری په حیرانتیا سره: مګر ستا سره خو تل توفنګچه درسره وي!
سورګل:هو ولا، خو هغه ما پټه کړل کنه هغه یې هم راڅخه اخیستل.
• یو شیطان کوچني له مور څخه پوښتنه وکړه چې موره سکون څه شي ته وایي؟
مور: هغه چې ستا له پیدایښت مخکي زمونږ په کور کې ؤ.
• له یو پهلوان سړي څخه پوښتنه وشوه چې نن صبا څه خورې، بیخي چاغ شوی یې؟
هغه ځواب ورکړ: مونږ فریج نه لرو، چې څه پاتیږي ټول زه خورم.
• یو نفر راته ویل چې په کوچنیوالي به له تیارې څخه وېرېدم، خو اوس چې د بریښنا بیل ووینم نو له رڼا څخه وېرېږم.
• یو ناروغ ډاکټر ته وویل چې هره ورځ د پنځوسو روپو دوا خورم هیڅ فایده مي نه کیږي.
ډاکټر: نن د څلویښتو روپو ده واخله د لسو روپو فایده خو به دي وشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button