بلخ چمتال کې لس تنه عسکر او اربکیان طالبانو سره یوځای شوي

عزم(جمعه، ۱۷ لړم ۱۳۹۸): طالبان وایي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ۱۰ تنه عسکر او اربکیان ورسره یوځای شوي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکی کې به بیرته د دولت لیکو ته نه ستنیږي.

خبرپاڼه کې رازي چې دغو کسانو ته د دوی د جلب او جذب په نوم کمیسیون له لوري تود هرکلی وشو کوم چې دولتي کسان د دوی لیکو ته راجلبوي.

طالبانو همدا راز د دغو لس کسانو انځورونه هم نشر کړی دی چې له دولت تازه رابیل شوي او دوی سره یوځای شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button