اجرائیه ریاست: ښايي د چین غونډه دوه اوونۍ وروسته جوړه شي

عزم (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وايي، د چین غونډه به تر راتلونکو دوو اوونیو پورې جوړه شي، چې ګڼې خواوې به پکې برخه واخلي.

د یاد ریاست ویاند امېد میثم وايي، ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ ځنډول شوې غونډه تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د چین په پلازمېنه بېجنګ ښار کې جوړه شي.

دی وايي، هغه پلاوی چې ټاکل شوې تر راتلوونکو دوړ اوونیو بېجنګ ته ولاړ شي او موږ د یوې بین الافغاني غونډې شاهد وو. د دغه پلاوي د ټاکل کېدو لپاره چنې روانې دي.

ټاکل شوې وه، چې د چین بین الافغاني ناسته د تېر اکټوبر په ۲۹  او ۳۰مه جوړه شوی وی؛ خو د ځینو دلایلو له مخې دغه ناسته وځنډول شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیفي وايي، د چین غونډې د ګډون کوونکو نوملړ یې وروستی کړی، خو دا چې په دغه ناسته کې کوم کسان ګډون کوي، څه نه وايي.

«ټاکل شوې هغه کسان چې په راتلونکي کې د چین په غونډه کې ګډون وکړي، دا د افغانستان د ټولنې د بېلابېلو طبقو استازیتوب به وکړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان حکومت د ګډون کوونکو نوملړ یې ترلاسه کړی دی او دغه نوملړ یې له طالبانو سره هم شریک کړی دی.

څو میاشتې وړاندې په قطر کې د کېدونکې بین الافغاني ناستې لپآره ګډ حکومت د ۲۵۰کسانو نوملړ چمتو کړی و، چې طالبانو د واده لېست بللی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button