یوناما: افغانستان د رایو شمیرنه کې له سترو ننګونو سره مخ دی

عزم(دوشنبه، ۲۰ لړم ۱۳۹۸): ملګرو ملتونو د افغانستان یک تلویزون ته ویلي دي چې افغانستان د ټاکنو په مدیریت او د رایو شمیرنه کې له سختو ننګونو سره مخ دی.
یوناما ویلي دی چې د ټاکنو کمیسون کمیشنران باید د ټاکنو قوانین مراعات کړي.
ملګرو ملتونو همدا راز د ټاکنو کمیسیون د یوه کمیشنر مولانا عبدالله له بد چلند څخه د ټاکنو کمیسیون ته په یو لیک کې شکایت هم کړی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماموتو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ته په لیږلي لیک کې لیکلي چې مولانا عبدالله د ټاکنو کمیسیون د ډیټابیس مسوول بشیر علي ښکنځلی او په مرګ یې ګواښلی دی.
یاماموتو ویلي دي چې دوی د ټاکنو کمیسیون له فعالیتونو ملاتړ کوي او د هر هغه منفي اقدام مخنیوی کوي چې په دغه کمیسیون کې د ګډوډۍ سبب ګرځي.