بدخشان: طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې پرمختګونه کړي

عزم(پنجشنبه، لړم ۲۳ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې طالبانو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.
دغه ولسوالۍ چې میاشت وړاندې یې حکومت د بیا نیولو ادعا وکړه؛ تازه طالبانو خبر ورکړی، چې د ولسوالۍ اړوند سیمو کې یې تر شلو۲۰ زیاتې امنیتي پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه پوستې یې د یادې ولسوالۍ اړوند د “زو” په نامه سیمه کې نیولې او دغه پراخه سیمه یې په بشپړه توګه د دولتي عسکرو له شتون څخه پاکه کړې ده.
مجاهد ویلي، په بریدونو کې یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله ور اړولې، ګڼو نورو له سیمې پښې سپکې کړې او پراخ مهمات یې دوی ته په لاس ورغلي دي.
تر اوسه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button