غزه کې د فلسطیني مقاومت په شرطونو اوربند وشو

عزم(پنجشنبه، لړم ۲۳ ،۱۳۹۸)له څو ورځنیو سختو نښتو، بمباریو او توغندویزو بریدونو وروسته د اسرائیلو او فلسطیني جهادي مقاومت ترمنځ اوربند اعلان شو.
دغه اوربند چې مصر په کې د دریمګړي رول لري، پر مهال به یې اسرایل مجبور وي چې د فلسطینیانو پر لاریونونو به توغندویز بریدونه نه کوي، د فلسطیني مشرانو د ترور هڅې او بیځایه بمبارۍ به نه ترسره کوي.
د فلسطین د جهادي مقاومت یوه مشر زیاد النخاله ویلي، د اوربند غوښتنه اسرایلي لوري کړې او نن سهار ۵،۳۰ بجې یې عملي بڼه خپله کړه.
د فلسطیني مقاومت ویاند مصعب البریم ویلي، توافقنامه کې دغه راز منل شوې چې اسرایل به د غزې کلابندي ختموي او خپلسرې کړنې به نه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې دا شخړې وروسته تر هغه پیل شوې کله چې اسرایلو د فلسطینانو یو مشر بهاء ابوالعطا په نښه او له خپلې میرمنې سره یوځای یې شهید کړ، دغه راز یې د سوریې پلازمینه دمشق کې د اکرام العجوري په نامه د فلسطیني مقاومت د یوه غړي پر کور برید وکړ چې په ترڅ کې د نوموړي زوی شهید خو یاد مشر ته کوم زیان ونه رسیده.
د دې دواړو بریدونو په غبرګون کې فلسطیني جهادي مقاومت پر اسرایلو شاوخوا ۴۰۰ توغندویز بریدونه وکړل، چې له امله یې د اشغال شوې فلسطیني خاورې څخه ۳۰ سلنه یهودان کډوالۍ ته اړ ایستل شول.
اسرایلو هم په هوایي او د توپخانې په بریدونو کې تر ۳۴ پورې فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ نور یې ټپیان کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button