غزني کې دولتي سرتیرو؛ عسکر او سیمې له لاسه ورکړې

عزم(پنجشنبه، لړم ۲۳ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې طالبانو د غزني ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو او کاروانونو بریدونه ترسره کړي دي.

خبرزیاتوي تیره شپه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۷ قرارګاوې اوپوستې د طالبانو لاسته لویدلې او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
طالبانو ویلي، د برید په ترڅ کې یې پراخې سیمې د دولت پلوه عسکرو له شتون څخه تصفیه کړې او ګڼې وسلې او مهمات یې ترې نیولي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن سهار د غزني ولایت مرکز اړوند شیخ اجل سیمه کې د طالبانو په یوه برید کې قومندان(محب الله اتل) وژل شوی دی.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او  ویلي یې دي، چې د برید په ترڅ کې یې یاد قوماندان سره له ۴ ساتونکو وژلی دی.

سیمیزو چارواکو تر دې مهاله د دواړو پیښو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button