رولاغني: طالبان نه شي کولی پردیموکراتیکه ټولنه خپل”اسلامي امارت”ومني

عزم(جمعه، لړم ۲۴ ،۱۳۹۸)د ولسمشر اشرف غني میرمن رولاغني چې تیره ورځ یې په امریکا کې د سولې انستیتیوت ته خبرې کولې د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او د بندیانو د خلاصون په هکله یې د کابل ادارې خلکو ته تشریح کړ.
رولاغني د بندیانو په هکله وویل چې خاوند یې “اشرف غني”لویه پریکړه وکړه خو په وینا یې چې طالبان ښایي امریکایي استادان خوشي نه کړي.
نوموړې وویل د بندیانو د تبادلې پروسه له ستونزو سره مخ شوې خو په دې هکله یې نور مالومات ورنه کړل.
رولا غني وویل، سوله خورا زیات وخت او امکانات غواړي او څنګه چې فکر کیږي په داسې آسانۍ سره نه شي راتلای.
نوموړې ټینګار وکړ چې طالبان د هیواد د اعضاؤ په توګه کولی شي، هیواد کې دننه په آرام ژوند وکړي خو په وینا یې چې هغوی نه شي کولی خپل “اسلامي امارت” یا هم خپل اسلامي دریځونه پر یوه دیموکراته ټولنه تطبیق کړي.

رولاغني وویل د هیواد اساسي قانون، د ښځو آزادي او جمهوري نظام باندې به کله هم معامله ونه کړي.
تر دې وړاندې د نوموړې خاوند”اشرف غني”او د هغه مرستیالانو هم په وار وار ویلي وو، چې جمهوریت ورته سره کرښه ده او کله به هم د امارت په نامه یو بشپړ “اسلامي نظام” ونه مني.
د اشرف غني میرمن داسې مهال داڅرګندونې کوي چې په همهاله توګه د کابل حکومت د سولې پر وړاندې تر بل هروخت سخت دریځ نیولی او د افغان سولې په تړاو د هرې کیدونکې غونډې په کلکه مخه نیسي.
سرچیني وایي، د غني میرمن هڅه کوي تر څو د خپل خاوند په تړاو په امریکا کې زیانمن شوی اعتبار بیرته راخپل او ددغه هیواد له چارواکو سره د نوموړي د پلانونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button