کابل کې دیني عالمان: امریکایي “اشغال” دې ژر ترژره ختم شي

عزم(جمعه، لړم ۲۴ ،۱۳۹۸)تیره ورځ پلازمینه کابل کې یو شمیر دیني عالمانو چې د تیرو کلونو پرمهال د حکومت کلک ملاتړي پاتې شوي وه، اعتراف وکړ چې د روانو غمیزو اصلي عامل په افغانستان کې د امریکا نیواکګر حضور دی چې باید پای ومومي.
دیني عالمانو وویل، تر هغو چې مو هیواد بشپړه خپلواکي نه وي اخیستې او امریکایي پوځیان مو په ټولیز ډول له هیواده نه وي وتلي، هیواد ته د سولې او آرامي راتګ ناشونی دی.
عالمانو وویل، روانه جګړه د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې امریکا پیل کړې او هغه مهال به پای ته رسیږي کله چې هغوی خپل “اشغال” پای ته ورسوي.
اسلام آباد کې پخواني افغان سفیر عمر زاخیلوال د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې د هغوی له څرګندونو ملاتړ وکړ اوزیاته یې کړه چې امریکایان باید په خپلو وتلو سره د افغانستان ملي حاکمیت بیرته اعاده کړي.

د یادونې وړ ده چې تیرو کلونو کې د کابل دولت پلوه ملایانو تل د امریکایانو او د هغو تر لاس لاندې افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه غندله او هغه یې یوه نامشروع مقاومت باله؛ خو اوس چې اکثریت سیاسي مشران په هیواد کې د امریکا نظامي حضور “اشغال” بولي، دوی هم خپل دریځ بدل او د امریکایانو پر وړاندې د طالبانو روان مقاومت په خاموشه توګه ستایي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button