قطر ته تللیو افغان فعالانو له ملابرادر سره کتلي دي

عزم(جمعه، لړم ۲۴ ،۱۳۹۸)د قطر پلازمینې دوحې ته له کابل څخه تلليو سیاسي څیرو، لیکوالانو او فعالانو د طالبانو له مرستیال مشر او د دغې ډلې د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي او د هیواد پر روان وضعیت، سولېزو مذاکراتو او تر سولې وروسته د هیواد په اړتیاو یې ورسره خبرې کړې دي.
د سولې فعال خیرالله شینواري پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د طالبانو له استازو سره یې په مهمو مسائلو نتيجه خيز بحثونه کړي دي.
په دغه ناسته کې چې د طالبانو د مرستیال مشر ملابرادر اخند په مشرۍ جوړه شوې وه، د طالبانو د مشرتابه دفتر مشر ملا امیر متقي، پخواني طالب چارواکي او د مذاکراتي ټیم غړي ملا فاضل مظلوم او نورو لوړ رتبه سیاسي طالب چارواکو او د افغان فعالانو هیئت په کې ګډون کړی وه.
شینواری وایی، طالب مشرانو ورته ویلي چې ان شاالله د سولې د خبرو پيل به ډير ژر له همغې نقطې کېږي چېرته چې درېدلې وې، له بهرني لوري سره له توافق وروسته چې د جګړې لويه برخه پکښې ختمېږي د توافقنامې په اساس په يوه اونۍ کې دننه بين الافغاني مذاکرات پيلېږي چې اوربند به يې اساسي محتوا وي.

نوموړی زیاتوي، طالبانو وعده وکړه چې جګړه کې به ملکي تلفات صفر ته را ټيټوي، د هېڅ بېګناه او بېطرفه افغان مرګ ورته روا ندی او پدې څانګه کې تر خپله وسه نهايي کوښښ کوي.

شینواری وایي، دوی( طالبانو) د ټولګټو پروژو د امنيت او خونديتوب ډاډ راکړ او اطمنان يې راکړ چې د همغږۍ په صورت کې د هېڅ پرمختايي پروژې مخه نه نيول کېږي، طالبان وايي چې همغږي شرکتونه اوس هم ددوی په ساحو کې کار کوي او راتلونکې کې هم د فعاليتونه کولای شي؛ دغه راز نړيوالې بشري او مرستندويه موسسات دوی سره په همغږۍ کې ددوی په ساحو کې په ازادانه شکل کار او فعاليت کولای شي.

شینواری زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې دزده کړو او تحصيلاتو په اړه به خپلو نظامي قطعاتو ته سپارښتنې کوي او په وینا یې چې د روغتيا په چارو کې د کلينيکونو په جوړولو او شفاخانو په تعمير کې د پوره همکارۍ ډاډ راکړل شو.

خیرالله شینواری وایي، له سولې وروسته د راتلونکي نظام په اړه طالبانو ورته ویلي چې له افغان جهتونو سره چې حکومت به يې هم برخه وي بحث ته اماده دي، ټول شموله نظام ته ژمن دي، انحصار نغواړي او د خلکو له غوښتنو سره د ارزښتونو په رڼا کې د يوه سوچه اسلامي نظام جوړولو ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده چې د افغان فعالانو دغه پلاوی تیره اونۍ دوحې ته تللی او تر دې مهاله یې څو متعددې ناستې له طالب مشرانو سره ترسره کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button