کاناډا: د کليسا (۳۶) راهبان په جنسي ځورونه تورن شوي

له جرمني وروسته د کاناډا په کليساؤ کې هم د راهبانو له خوا د ماشومانو له جنسي ځورونې پرده پورته شوه.
د کاناډا د برتيش کولمبيا ايالت د کاتوليکو مسيحيانو د کليسا لوی پاپ له خپل دفتر څخه په خپاره کړي بيان کې ويلي: د کليسا له خوا په تر سره شويو څېړنو کې معلومه شوې چې د (۳۶) راهبانو له خوا (۲۹) تنه ماشومان په جنسي لحاظ ځورول شوي.
د کاناډا هېواد رسمي تلوېزيون « سي بي سي» د يوې خپرونې په لړ کې د د دغه هېواد په کليساوو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه پلټنې پيل کړې، د دغې خپرونې کارکوونکو څه موده مخکې په ټول هېواد کې د اسقف اعظم (۶۰) دفترونه تر څېړنو لاندې ونيول. د دغو څېړنو په ترڅ کې تر اوسه يوازې د برتيش کولمبيا ايالت د کليساؤ په اړه معلومات تر لاسه شوي چې د «۳۶» راهبانو له لوري «۲۹» تنه ماشومان ځورول شوي دي.
په کليساؤ کې د جنسي ځورونو په اړه په تر سره شوې يوې سروې کې ويل شوي چې له «۱۹۵۰م» کال څخه تر «۲۰۰۲م» کال پورې په امريکا کې د څه د پاسه څلور زرو راهبانو له لوري «۱۰۶۶۷» تنه ماشومان ځورول شوي. دا په داسې حال کې چې کليسا په خپلو ډېرو کارونو پرده هم غوړولي، دا يوازې افشا شوي معلومات دي.
هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې يو بل راپور کې هم ويل شوي وو چې په جرمني کې د پروتستان کليسا اړوند اکثرو روزنتونونو کې جنسي ځورونه روانه ده، چې د ياد راپور افشا شوي معلومات ښيي چې په دغو روزنتونو کې څه د پاسه «۷۷۰» ماشومان په جنسي توګه ځورول شوي دي.
محمد الياس *نوري*

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button