ايا پښتانه ملتپالان رښتيني دي؟

ګل محمد سلام خېل:

په دې کې خو هيڅ شک نشته چې د اسلام سپېڅلی دين د انساني توکم د نيکمرغۍ او تلپاتې سوکالۍ ضامن دی. د دې سپېڅلي دين په لارښوونو کې د بشري ټولنې د خپل منځي اړيکو پر ټينګولو خورا زيات ټينګار شوی. د مثال په ډول له يوې خوا پر مطلقه انساني خواخوږي او د بشري حقونو د پالنې توصيه کوي. مانا په مطلق ډول د هر انسان لپاره يو شمېر حقونه دي چې پر نورو انسانانو يې لري. لري. ور پسې د اسلامي اخوت حقونه دي تر دې چې لوی څښتن په زغرده موږ ته راښوولي چې هر مسلمان د بل مسلمان ورور دی. د ختيځ تور او غنمرنګی مسلمان د لويديځ د سپين رنګي او شين سترګي مسلمان ورور دی او ډېر غريب د دېر شتمن په څېر يو شان ته حيثيت لري. بيا تر دې وروسته د قومي، نسبي، خېښۍ او خپلوۍ پر بنياد ولاړې اړيکې دي چې اسلام يې د پاللو توصيه کړې. په دې کې هم بيا درجه په درجه نزدې والی او حقونه وي. مثلاً تر ټولو زيات حق پر اولاد د مور و پلار دی. دغه شان بيا د نسبي وروڼو، خاوند او مېرمنې، نورو خپلوانو او قوم شريکو وروڼو قومي ورورګلوي هم يو ثابت حقيقت دی لکه چې په قرآن مجيد کې ډېر پخواني رسولان د خپلو خپلو قومونو وروڼه بلل شوي. وايي: عاديانو ته مو د هغوی ورور هود(ع) ور واستاؤ، ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح(ع) ور واستاؤ، د مدين خلکو ته مو د هغوی ورور شعيب(ع) ور استولی ؤ او داسې نور.

په دې حساب نو دا يوه فطري او ثابته خبره ده چې د هر قوم افراد به د نورو په نسبت خپلو خپلو قومونو سره ډېره خواخوږي لري او په جايزو حدودو کې به يې ګټې هم پالي. تر دې چې په يو نبوي حديث کې داسې هم راغلي: «خيرکم المدافع لعشيرته ما لم يا ثم». يعنې په تاسې کې غوره کس د خپلې قبيلې مدافع دی خو تر هغه بريده چې ځان ګناه ګار نه کړي. مانا د نورو حقونه ونه خوري او بې عدالتۍ ونه کړي. په دې توګه نو کله چې له يوې خوا پښتانه په قومي لحاظ له څېرمې مسلمانان، له بلې خوا مو قومي وروڼه او خپلوان او له بلې خوا نن سبا حالاتو کې هر چېرته مظلوم واقع شوي دي، طبيعي ده چې ننګه او دفاع يې پرته له شکه جايزه، ضروري او معقوله ده. خو دا مو هم بايد په ياد وي چې دا هر څه به د اسلام په چوکاټ کې دننه او د نورو سياسي اغراضو لپاره نه وي.

خو له بده مرغه د همدغو ملحوظاتو پر اساس اوس د پښتنو ملتپالانو په شعار او عملي تګلاره کې خورا څرګند تضاد ليدل کيږي. تاسې وګورئ افغانستان کې هم د شوروي يرغل او هم د موجوده صليبي يرغل پر مهال په ميليونو پښتانه ووژل شول، په زندانو کې وراسته او بالآخره ډله ايز پر خاورو ور منډل شول، کلي يې شاړ او په ګرده نړۍ کې خواره واره جلا وطنه شول او پر مذهبي او کلتوري ارزښتونو يې ظالمانه يرغلونه وشول. خو په ډېر تأسف چې د پښتنو ملتپالانو له خولې څه را ونه وتل.

دغه راز همدا اوس هره ورځ اورو چې امريکايي ځواکونو او کورنيو اجرتي قاتلانو يې پلاني او پلاني کلي کې د ښځو، وړو او زړو په ګډون دومره او څومره کسان خپلو کورو کې ووژل خو دوی بيا هم څه نه وايي. خو په همدې حال کې بيا له ډيورنډ کرښې ور هاخوا پښتنو سره زښته ډېره خواخوږي څرګندوي. البته هلته هم که صليبيان بمبارۍ کوي او سلګونه پښتانه وژني بيا هم څه نه وايي بلکې يوازې د پنجابي پوځ پر ظلم و زياتي يې شر و شور جوړ کړی وي.

دا نو هغه دوه مخي او دروغجنتوب دی چې له امله يې ټولو پښتنو کې د دوی حيثيت کاملاً صفر ته را ټيټ شوی او پښتانه ولسونه ان د يوه مچ په سترګه هم نه ور ته ګوري. په همدې ډول د دې ښاغلو يوه بله دوه مخي او منافقت دا دی چې له کرښې هاخوا ديني علماؤ او ملايانو سره يې هماغسې دښمني ده لکه د دې ځان علماؤ سره يې چې لري. خو په عين حال کې بيا د پېښور او کويټې له ډمانو، فلميانو او بې دينانو سره دومره مينه او دوستي کوي چې کابل کې يې چا ته د مېلمستيا نوبت نه رسيږي. اوس دې هغوی خپله انصاف او قضاوت وکړي چې ايا پښتنو سره خواخوږي داسې وي؟ ايا ښکاره دوه مخي او منافقت نه دی؟

اوس راشئ زموږ دريځ او شعار هم وڅېړئ تر څو معلومه شي چې کوم لوری رښتينی او پر سمه لار روان دی. موږ د لوی خدای په مرسته د پښتنو پر هېواد هر يرغلګر غندلی او تر خپله وسه مو مقابله ورسره کړې. موږ د انګريزانو پر خلاف د جهاد قيادت کړی، د شورويانو پر خلاف جهاد مو پر مخ بيولی او نن هم د صليبي يرغلګرو کلک مخالفت کوو او قربانۍ ورکوو. دغه راز تر انګريزانو مخکې چې مغلو پښتنو ته د ظلم و زياتي لاسونه راوغځول نو يو ديني عالم او مذهبي مشر پير روښان او د هغه اولادې يې تقريباً يوه پېړۍ ښه په نره مقابله وکړه.

په همدې ډول کله چې پنجابي جنرالانو د خپلو پرنګي بادارانو په لمسون او ملګرتيا د قبايلي سيمو پر پښتنو ظلم و تاړاک پيل کړ نو وزيرستان کې د طالبانو تحريک سر را پورته او پنجابيانو سره يې په مېړانه مقابله وکړه. او دا مقابله يوازې د شفاهي غندنو نه وه، په دې کې سل ګونه ديني علماؤ او طالبانو سرونه ورکړل او په لکونو عامو پښتنو يې ننګه کوله. اوس هم دا لړۍ روانه ده او وياړ مو دا دی چې د هيڅ ظالم کبر او ظلم ته مو توجيهات نه دي لټولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button