ننګرهار کې د طالبانو بریا د داعش ملا ورماته کړه

خط اول

طالبانو روانه میاشت تر سختو او پراخو عملیات وروسته د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې مهم او پاتې سنګرونه ونیول.

د لړم په ۲۶تمه (د نومبر ۱۷مه) طالبانو د یوې اعلامیې له لارې په ننګرهار ولایت کې د پراخو عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې د ټولو عناصرو خنثی کېدل اعلان کړل. د اعلامیې له مخې، دا عملیات د روان ۲۰۱۹ز کال د سپټمبر په ۲۰مه پیل شوي وو، چې له ټول ننګرهاره د داعش د ټغر پر ورټولېدو پای ته ورسېدل.

دا د داعش پر وړاندې له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو یوه بله ستره بریا ده. له ۲۰۱۵ز کال راهیسې، له کله چې داعش خپله خراسان څانګه اعلان کړه، طالبانو په هلمند، زابل، غور، پکتیکا، لغمان، جوزجان او اوس دا دی ننګرهار کې د دې ډلې څانګې په بشپړ ډول ځپلې دي.

 که طالبانو د دې افراطي ډلې پر ضد جدیت خپل کړی نه وای، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو روان مقاومت به، لکه د سوریې د انقلاب په څېر، زیاته صدمه لیدلې وه.

 په هېواد کې د داعش د راپورته کېدو پر مهال طالبان له ګڼو ننګونو سره مخ وو. له همدې امله د طالبانو مخالفینو هیله درلوده چې داعش به طالبانو ته سردرد شي او د روان مقاومت یووالی، چې د بریا یو تر ټولو ستر عامل یې دی، له ګواښ سره مخ کړي.

په همدې هیله بهرنیو او د کابل حکومت ځواکونو د زړه له اخلاصه د دې ډلې پر وړاندې ګام نه اوچتاوه. برعکس کله چې به د طالبانو د عملیاتو پر مهال داعشیان د وژل کېدو یا نیول کېدو له ګواښ سره مخ شول، حکومت به ژغورل.

 د جوزجان د عملیاتو پر مهال د جوزجان د عمومي مشر او د هغه د مرستیال په ګډون نږدې ۲۰۰ داعش جنګیالي په دولتي چورلکو کې د جګړې له ډګره انتقال شول. د ننګرهار په وروستیو عملیاتو کې بیا تر ۸۰۰ زیات داعشیان او کورنۍ یې په ټانکونو، ټرکونو، کوسټرونو او چورلکو کې له طالبانو ژغورل شوي دي.

 د بهرنیو او دولتي ځواکونو لخوا له طالبانو د داعشیانو ژغورل کېدل د خلکو په منځ کې هغه عام تاثر نور هم قوي کوي چې ګویا دا ډله د طالبانو پر وړاندې د بهرنیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

بل خوا، حکومت د دې پرځای چې د داعشیانو د ژغورلو لپاره کومه توجیه وړاندې کړي، په ننګرهار کې د دې ډلې شکست خپله بریا بولي. د کابل حکومت مشر اشرف غني او دفاع وزارت تکرارا ویلي چې داعش په ننګرهار کې د دوی د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوی دی. په ۲۰۱۸ز کال کې چې طالبانو په جوزجان کې د داعش څانګه وځپله، هغه مهال هم حکومت دا خپله بریا بللې وه.

بهر حال، په ننګرهار کې د داعش په څېر د یوې مجرمې او د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو ګواښوونکې ډلې ځپل یو اړین کار و، چې د خدای په مرسته او د طالبانو په لاس وشو. په هېواد کې د داعش خوار-ځواکۍ او د طالبانو جدیت ته په کتلو ښکاري چې په څو غرونو کې پاتې سنګرونه به یې هم ژر له منځه یووړل شي.

دا چې د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو ترڅنګ د داعش پر وړاندې د طالبانو هره بریا د هېواد مصالح او ګټې تامینوي، باید وستایل شي او په مثبت نظر ورته وکتل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button