د پښتانه ليکوال دندې او ذمه وارۍ

ليکنه: ګل محمد «سلام خېل»
افغان هېواد د تاريخ په اوږدو کې ډېر خله ځورېدلی، کړېدلی او له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوی دی، تېرې شلمې پېړۍ هم د انګرېزانو له خوا او هم د روسي ښکېلاک له خوا زموږ په ګران ټاټوبي د ډېرو تېريو او بې درکه پرديو لاس وهنو ننداره وکړه او دا پتمن ولس يې له خپلو سيالانو ډېر زيات وروسته پاتې کړ او دا دی نن سبا ګورو چې افغانان د ژوند په هر ډګر کې بې شانه نيمګړتياوې لري، د هېواد پانګه ختمه شوه، کرنه ډېره تاواني شوه، د صنعت مرکزونه ويجاړ او د ولس پوهان او ليکوالان له هېواده په تېښته اړ کړی شول، خو لنډه دا چې وروستيو دوو لسيزو هېواد يو مخ کنډواله او په خاورو ايرو بدل کړ، او که داسې نه وای چې د افغانانو تېر کلتور او ثقافت ښه بډای دی او تاريخي زېرمې لري، اوس به مو د دغو کرښو د ليکلو زړه هم نه ؤ کړی، که څه هم د افغانانو تاريخي دښمنان په وازه خوله نارې وهي چې پښتانه اکثريت بې فرهنګ دي، خو د لوی خدای په فضل او د پښتانه ليکوال د بې سارې قربانۍ له برکته نن سبا زموږ فرهنګي کاروان زموږ د ژوند له هر اړخه ډېر زيات ګړندی روان دی او که پښتانه ليکوالان همدغسې له بې وسۍ سره سره نور هم مخ په وړاندې ګامونه واخلي، نو هغه ورځ لرې نه ده چې موږ هم له خپلو سيالانو سره سيال شو. په دې لاره کې هڅه هاند خورا ډېر ضرور دی، پرته له دې نه شو کولی خپل کام راټول او په يوه لاره روان کړو، ځکه ژبه د يو ملت د پيوستون خورا مهم عامل دی او که د پښتانه ولس يووالی له منځه ولاړ نو بيا يې خپولاکي هم له لاسه وتلې او ټول به د مرئيتوب په ځنځيرونو تړلي او د هر اړخيز ذلت او پېغور ژوندون ته دوام ورکوي. نو د دې لپآره چې موږ همدغه سپيڅلي هدف ته رسېدلي او د يو روغ او وياړلي ثقافت څښتنان واوسو؛ لاندې څو ټکو ته د پښتانه ليکوال پام اړين دی.
۱ – په ليکنو کې دې زيار وايستل شي چې پښتانه د خپلې ژبې استعمال او پرمختګ ته وهڅول شي. ځکه زموږ د يووالي ډېر مهم بنسټونه درې شيان دي: ژبه، وينه او انګېرنې «دين او عقيده چې اسلام دی».
۲ – په ټولو ليکنو کې دې ديني اړخ ورسره راونيول شي ځکه چې دين «اسلام» د پښتانه دود دستور، تاريخ، وياړونو او د ژوند په هر څه کې ننوتلی دی. ان چې پښتنو کې بې پپښتو سړی، بې دينه سړي ته ويل کيږي.
۳ – د هر ډول ديني، تاريخي، عصري علومو، طب او تخنيک د کتابونو پښتو ژباړلو ته دې پاملرنه وشي او له دغه پلوه دې د پښتون ولس اړتياوې پوره کړی شي، ځکه چې رښتيآ هم پښتو په دې برخه کې له خپلو همزولو « اردو، فارسي، عربي او ترکي» ژبو څخه ډېره وروسته پاتې ده.
۴ – په ځانګړي ډول بايد يادوونه وشي چې ديني کتابونه کولی شي يوې ژبې ته زرګونه کاله ژوند ورکړي، ځکه ديني انګېرنې د يو ملت مغزو کې ډېر ژور ځای لري او تر پېړيو پېړيو يې خوندي ساتي. ما په دري ژبو کليو کې ليدلي چې په جوماتونو کې يې ماشومانو ته پښتو رشيدبيان لوست.
۵ – همدرانګه اوچت اخلاقي ارزښتونه، انساني خواخوږي او سپېڅلې ښېګڼه داسې توکي دي چې د تاريخ تر ډېرو اوږدو انساني توکم په درنه ورته ګوري نو ښايي له دې پلوه هم ژبه بډايه او شتمنه وي.
۶ – څنګه چې نن سبا د کمپيوټر، ټايب، انټرنيټ او نورو وسايلو رواج په خپرېدو دی نو بايد د ژبې د ليک دود له نوي سره جاج واخيستل شي، اشتقاق او ترکيب ته ښه پام وشي او په عمومي دول دې لنډيز، سادګي او آساني ته پوره توجه وشي. همداراز که په دې لړ کې پوهان څه نوښتونه وړ بولي، ژر تر ژره دې خپاره او عملی کړی شي.
۷ – په سرکاري خپرونو کې دې پښتو ليکنې ته د هغې د ويونکو په اټکل خپله بشپړه ونډه ورکړی شي، نه د مساوي توب پر اساس له نورو ژبو سره، ځکه چې پښتون اکثريت دی.
۸ – انګريزي او لويديځوال اصطلاحات او نومونه دې سمدستي پښتو ژبې ته واړول شي او دغه شان ټولو الفاظو ته دې پښتو ټکي جوړ او وموندل شي، ځکه د عربي کلمې خو د خپلې ديني اغېزې له کبله زموږ په ژبه کې مروجې دي، نو د انګريزي او نورو يې څوومه؟ هغوی که غواړي په ټوله نړۍ خپله ژبه وتپي، نو موږ خو هم څه مړه نه يو؛ دومره خو بايد وکړو چې خپله ژبه خو وساتو.
۹ – ليکوالان او د ادب او ژبې مينه وال دې هڅه وکړي چې په هر ولايت او ولسوالۍ کې ادبي ټولنې جوړې کړي، په دې ډول به ټول ولس خپلې ژبې او خپل ثقافت ته متوجه او په دې اړه به يې د کار کولو جذبې راويستی شي، ځکه له يوه لاسه ټک نه خيژي. په يوازيتوب سره که څه هم له ډېرو وګړو سرره دا سوچ وي خو هيڅ هم نه شي کولی، مګر که څلور پنځه کسان هم سره ملګري شي ډېر کار کولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button