ویسا: په نړۍ کې د ټاکنو پایلې په یوه ورځ کې اعلانېږي؛ خو په افغانستان کې کلونه وخت اخلي

عزم (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په تازه څرګندونو باندې بحث کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، عبدالله ویلي وو، چې په کندوز کې عسکرو د ټاکنو په بهیر لاسوهنه کړې، خو د امریکا سفیر جان باس د عبدالله عبدالله سره په دغه موضوع کې مخالفت وکړ او عسکر یې د ټاکنو په بهیر کې بې‌پرې یاد کړل، یعنې د اشرف غني ملاتړ یې وکړ.

«د امریکا د سفیر جان بس ټویټ په یو ډول د اشرف غني د ټیم د پلوۍ په معنا ؤ. خو پرون جنرال عبدالرشید دوستم د حاجي محمد محقق او د ولسي جرګې د غړیو له یوه ګروپ سره په شبرغان کې داسې خبرې وکړې چې په یوه معنا د امریکا د سفیر د خبرو غبرګون ؤ. جنرال دوستم ډېر په صراحت وویل چې د انتخاباتو په باب اوسني حالت ورته د منلو نه دی او که حکومت له زور کار اخلي په ټوپک به ځواب ورکړي.»

ویسا لیکي، جنرال دوستم هم وايي، د کندوز پېښه د اشرف غني په امر شوې او که یې مخه ونه نیول شي، نو پایلې به یې بدې وي.

«جنرال دوستم چې په خپله ځانګړې لهجه یې خبرې کولې د کندز د پېښې په تړاو یې وویل چې دا هر څه د ولسمشر اشرف غني په حکم کېږي، که نه زه امنیتي ځواکونه، کورنیو چارو وزارت او نور ښه پېژنم! نوموړي پر ولسمشر غني د نیوکې په ترڅ کې وویل چې مشرتوب او مشرولي داسې نه کېږي. جنرال دوستم ډېر په صراحت ګواښ وکړ چې د انتخاباتو د پروسې روان بهیر د بحران په لور روان دی، باید مخه یې ونیول شي، که نه دوی یې په هر صورت په مخه کې درېږي.»

ورځپاڼه لیکي، د ټاکنو په مسئله کې امریکا، ملګري ملتونه او د ټاکنو کمېسیون د یو اړخ ملاتړ کوي او که چېرې پایلې یې اعلانېږي، نو پایلې به یې هم بدې وي.

«اوس که دې مسالې ته ښه ځیر شو بشپړ تصویر یې داسې دی چې حکومتي ټیم او د انتخاباتو کمیسیون یو لوری دی، که د امریکا د سفیر ټویټ د حکومتي لوري تایید وبولو نو بهرنیان هم له همدې لوري سره دي، خو بل لوری هم مطرح او مهم نوماندان ډاکتر عبدالله، انجنیر حکمتیار، رحمت الله نبیل او نور دي. که خدای مه کړه خبره بحران ته درومي او په اصولي بڼه دغه پروسه منطقي انجام ته و نه رسېږي که اشرف غني وي او که ډاکتر عبدالله او یا بل هر یو د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان شي د ډېرې بدې ګډوډۍ امکان شته.»

د ویسا په باور، ټاکنې په ټوله معنا خرابې دي؛ ځکه ځینې لوري د یو اړخ ملاتړ کوي او د ځینو پر ضد څرګندونې کوي.

«دلته باریکي دا ده چې پروسه په څو دلایلو د ۲۰۱۴ په څېر بدنامه شوه، درغلۍ را ووتې، غیر بایومتریک رایې په شفافو رایو ورګډې شوې، انتخاباتي کمیسیونونه د یوه لوري په پلوۍ تورن شول، د بیا شمېرنې له پروسې نه مهم نوماندان ووتل، تر ټولو مهم دا چې یوناما او سفارتونه په لاسوهنو او پلوي توب کې ښکېل ثابت شول. په دغسې حالت کې که یو لوری بریالی اعلان شي او نور لوري دغه بریا نه مني او د نه منلو لپاره دلایل او اسناد هم ولري، ښکاره ده چې ولس مو بیا د بدمرغیو په لمن کې ښکېل دی. متأسفانه په دې پروسه کې هم د تېرو په څېر زموږ په ملي پروسو کې د بهرنیانو برالا لاسوهنې د ستونزې هغه اصلي اړخ دی چې ښایي دا د همدوی شعوري طرحه او توطیه وي. د همدغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده چې له بحران نه په را وتلې سرېلانکا کې په یوه ورځ د انتخاباتو پایلې اعلانېږي خو زموږ په هېواد کې میاشتې اخلي او بیا هم خبره بحران ته درومي نه حل ته.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button