د سولې فعال او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په کابل کې شهیدکړل شو

عزم(چهارشنبه، ۲۹ لړم ۱۳۹۸): نن ماښام په کابل کې د سولې فعال او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده د نامعلومه وسلوالو له لوري په یو برید کې په شهادت رسیدلی دی.

نوموړی په یو برید کې خپل کور ته څیرمه د وسلوالو په یو برید کې په ډزو سره لومړی ټپي وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د کورنیو چارو وزارت د هغه د وژل کیدلو پخلی کړی خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ دی چې په دغو څو ورځو کې د سولې فعالانو باندې بریدونه زیات شوي چې څه موده مخکې لومړی په انجینر نظر محمد مطمئن بیا پر حسن حقیار او اوس دادی په وحید مژده باندې برید شوی دی، چې نوموړی پکې په شهادت رسیدلی خو حقیار ټپي شوی وو او مطمئن بیا له برید روغ وتلی وو.

د یادونې وړ دی چې پر حسن حقیار برید کوونکی دولتي ځواکونو نیولی وو خو تر اوسه یې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي او مطمئن بیا ویلي وو چې پر ده د برید پر مهال د ملي امنیت کارکوونکي ولاړ وو خو هیڅ غبرګون یې و نه ښود.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button