د سمنګان _بلخ پر لویه په دو ترافیکي پیښو کې څلور کسان ووژل شول

عزم(جمعه، ۱ لیندۍ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې تیره ورځ ناوخته د سمنګان_بلخ پر لویه لاره د دو ترافیکي پیښو له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي ویلي، لومړۍ پیښه د یوه موټرسایکل او یوه ټیلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې د موټرسایکل چلوونکي ځای پرځای ووژل شو او موټرسایکل یې هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
نوموړی زیاتوي، دوهمه پیښه د یوې سراچه ډوله موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې چې په کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند وایي، په دواړو پیښو کې ۴ کسان وژل شوي او ۳ نور ژوبلیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په بغلان کې هم د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپه کیدو له امله درې کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.
امنیتي مسۇلین د ترافیکي پیښو زیاتوالی د موټر چلونکو بې احتیاطي او ترافیکي اصولو ته د هغوی نه پاملرنه ښیي چې له امله یې ډیر وخت خلکو ته مرګ ژوبله اوړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button