دفاع وزارت: میدان وردګو کې مو کورونه نه؛ دکورونو دیوالونه نړولي

عزم(شنبه، ۲ لیندۍ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د ملي اردو عسکر په عملي توګه د میدان وردګو په سیدآبادولسوالۍ سلګونه کورونه نړولي او لا هم دا چاره دوام لري، تازه د ملي دفاع وزارت دلوی درستیز مرستیال ویلي، هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د ملي اردو ځواکونو په یادولایت کې د ملکي خلکو کورونه نړولي دي.
نوموړي چې نن یې د مشرانو جرګې د استازو په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، د ملي اردو ځواکونو کورونه نه دي نړولي او په وینا یې چې هغوی یواځې د هغو کورونو دیوالونه نړولي چې مخالفینو ترې د سنګر په توګه کار اخیسته.
هغه ونه ویل چې د دې دیوالونو ترشا چې نوموړی یې د مخالفینو سنګرونه بولي،د خلکو د هستوګنې خونې وې که نه؛ خو په مشرانو جرګه کې بیا د دغه ولایت یو استازی حسیب الله کلیمزی وایي، دغه کورونه چې د سیدآباد ولسوالۍ  د میرخان خیلو، ملی خیلو، تره‌خیلو او حسن خیلو،کلیو کې دي، ملي اردو په کې تر دې مهاله ۱۵۰ بابه نړولي او په پام کې ده چې ۶۵۰ کورونه نور هم له منځه یوسي.
که څه هم مشرانو جرګې ننۍ ناستې ته د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او د میدان وردګو ولایت امنیتي او ملکي چارواکي ورغوښتي وه،  چې یواځې د لوی درستیز مرستیال ورغلی وه نو له امله یې پریکړه وشوه چې د یادې جرګې یوپلاوی به سیمې ته سفر وکړي او دغه راز به راتلونکې شنبې ته د وردګو والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رییس جرګې ته وروبولي او استجواب به یې کړي.
د میدان وردګو سیمیز چارواکي وایي، پلان لري چې د دې کورونو پر ځای د ملي اردو یوه لویه قرارګاه ایجاد کړي.
که څه هم د ملي اردو ځواکونو ویلي چې دا کورونو د هغوی د خاوندانو سره په همغږي نړوي او دا چې زیاتره یې خالي دي؛ خو د سیمې خلک بیا دا خبره ردوي او زیاتوي چې دوی کله هم د خپلو کورونو د نړولو اجازه نه ده ورکړې او هغوی په زور مجبوریږي چې کورونه ورته خالي کړي.
ځایي خلک وایي، دوی ته د کورونو او ځمکې په بدل کې هیڅ بدیل سرپناه نه ورکول کیږي او له همدې امله حیران دي چې په ساړه ژمي کې کوم لور ته ولاړشي.
د میدان وردګو ولایت وکیلان وایی، د ملي اردو دې کړنې د خلکو او حکومت ترمنځ بلا فاصلې رامنځته کړې او ښایي د خلکو دا ډول ځورول، خطرناکې پایلې له ځانه سره ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button