د روانو حساسو جریاناتو په اړه د ملا محمدعمر مجاهد له ځانګړي ویاند ملا عبدالحی مطمئن سره په زړه پوري مرکه

له  نن ټکی آسیا نه په مننی سره

 عزم ویبپاڼه مرکه پرته له کوم سانسوره ، کټ مټ نشر ته سپاري ، دا تاسو او دا مرکه 

مولوي عبدالحی مطمئن د طالبانو د حکومت پر مهال د مشر، ملا محمد عمر مجاهد ویاند پاتې شوی. ښاغلی مطمئن لیکوال او شاعر هم دی، چې روانې پېښې له نژدې څاري. طالبانو د زمري په اتمې (جولای ۳۰مې) ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه اعلان کړ. ځینو رسنیو د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو راپورونه خپاره کړل. د دې لپاره چې مسئله ښه روښانه شي، د د نن ټکي اسیا خبریال له ملا عبدالحي مطمئن سره مرکه کړې، چې پام مو ورته رااړوو:

نن ټکی اسیا: ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د نوي مشر ټاکنه له اختلافونو سره مله وه. ایا رښتیا اختلافونه شته؟

مطمئن: الحمد لِواحدالقهار و الصلاة والسلام علی اشرف الابرار وعلی اله واصحابه الاخيار:

لومړی د رب العالمين له درباره د مسلمان امت د يوويشتمې پيړۍ د ستر مجدد حضرت اميرالمومنين رحمه الله روح ته د بې شمېره رحمتونو او لوړو مقامونو غوښتنه کوم او د مرحوم درنې او مجاهدې کورنۍ ته د رب العالمين له درباره د صبر، زغم او د دنيا او اخرت د سرلوړيو غوښتونکی يم.

د اميرالمومنين رحلت او وفات یقیناً کومه وړه حادثه نه ده او د هغه ځای ډکول هم تقريباً ناشونی کار دی، خو د هغه وفات د هغه د موقف او دغه جهادي خوځښت وفات نه دی، دا تحریک چې په کوم مسیر روان دی، نو هغه مسير هم معلوم دی، پیروان او مشران يې هم معلوم دي.

البته د اسلامي امارت په وړاندې دښمنان په سیاسي، پوځي او تبليغاتي میدان کې تل همداسي سترې پېښې ته د يو فرصت په سترګه ګوري، که په داسې وخت کې د اسلامي امارت په خلاف یوه غوماشی هم وبوڼیږي نو نړيواله دستوري ميډيا به د هغه اواز بروډکاست کړي او انعکاس به ورکړي.

په دغه حساس وخت کې هر هغه مسلمان، چې د الله پر دین، د الله پر کلام او د رسول الله په سنتو ایمان اوعقیده ولري او د الله په وړاندې پر حساب ورکولو يې باور وي؛ هېڅکله به د خپل شخصي خواهش او نفسي غوښتنې پر اساس ځان د مسلمانو ترمنځ د فتنې سبب جوړ نه کړي او نه به د مغرضو خلګو په ناوړه مشورو د اختلاف غږ پورته کړي.

په اوس وخت کې دا له عقله لېري او محاله خبره ده، چې د يوه تحریک فرد فرد دې ټول د يو چا پر مشري متحد شي دا چې په دومره سختو او ضیقو شرايطو کې د يوه تحریک قاطع اکثريت پر يو امير متحد کيږي د ايوازې او يوازې د الله تعالی نصرت دی.

د نوي امير جناب منصور صاحب د ټاکل کېدو پر ورځ چې ما د ميډيا له لارې د اختلاف په اړه پیچده ګنګوسې واوريدې نو زه په خپله ډېر زيات اندېښمن وم، يو ځای د اميرالمومنين رحمه الله د تلپاتې جدايي غم او بل خوا د اختلاف او فتنې خطرناک زنګ راته د غم د پاسه بل غم و.

خو نن او پرون چې ماپه تفصيلي توګه له حقايقو ځان خبر کړ، اوس د الله تعالی حمد او شکر ادا کوم، چې د امارت د مشرتابه پریکړه یوازي د څو محدودو وروڼو له وجود او نارضایتي پرته په عامه توګه اتفاقي او اکثریتي ده او په جهادي صفونو کې يې پراخ او تود هرکلی شوی او روان دی.

د امارت ټولو مشهورو او بانفوذه څېرو، علماوو، ولايتي او محلي مسوولينو، ډلګي مشرانو او د ټولو کميسونونو مشرانو حضوري او غيابي بیعتونه وکړل.

د الله حمد ادا کوم چې د فتني دروازه بنده شوه او د دښمن ارمان نیمه خوا شو.

نن ټکی اسیا: تاسو د «محدودو وروڼو» يادونه وکړه، دغه «محدود وروڼه» څه غواړي او ولې ناراضه دي؟

مطمئن: د هغوی مواقف او مقاصد هم متفاوت ښکاري، يو يا دوه خو يې نېکه سابقه لري ښايي په اجتهادي غلطۍ کې مبتلاوي او د جزئي مسایلو پر سر د اختلاف درنې فتنې او ترخې نتيجې ته متوجه نه وي.

او د يو څو په اړه يې مجبور يم چې پر دې تريخ حقيقت اعتراف وکړم چې له بده مرغه د سيمه ييزو خفيه حلقو تراغیز لاندې دي.

البته هغوی، چې د اميرالمومنين رحمه الله د درنې کورنۍ او محترم مولوي صاحب یعقوب او محترم مولوي صاحب عبدالمنان نومونه يادوي؛ زما په فکر دا يوازې د اذهانو د جلب يوه وسيله ده.

تر کومه ځای چې ماڅيړنه کړې، مولوي يعقوب صاحب او مولوي عبدالمنان صاحب د مشرۍ غوښتنه او خواهش نه لري.

د هغوی بې طرفه موقف هم زه امېد لرم، چې د خپلمنځي اصلاح سبب وګرځي او هغوی به دغه حساس وخت ته په کتلو هېڅکله ځان د فتنې سبب ونه ګرځوي او نه به د اميرالمومنين پر نوم او تاريخ داغ کښېږدي.

خو د امارت مشرتابه ته پکار دي، چې د اميرالمومنين کورنۍ له ځانه سره تر بل هر چا نږدي وساتي او خپل اهل راز يې وګرځوي.

لکه څرنګه چې په اسلام کې د امارت د موروثي کېدو کوم اصل نشته همداراز په دې اړه د اميرالمومنين رحمه الله په ژوند کې هم موقف ډېر واضح و.

حتی هغه د خپل کورنۍ غړي ته د کوم منصب د سپارلو په حق کې هم نه و.

يو ځل مولوي محمدنبي محمدي مرحوم کندهار ته په يو سفر راغلی و، اميرالمومنين رحمه الله ته يې د خپلو مشورو په لړ کې دا هم وويل، چې ځان ته پخپل ژوند کې وليعهد وټاکي تر څو دې د وفات پر مهال اختلاف رامنځ ته نه شي.

په دې لړ کې يې د اهم ورته وويل چې که د خپلې کورنۍ نه کوم وړ کس وګوري، پر امیرالمومنين د اخبره بده ولګيده؛ ځکه چې د مسلمانانو مشري يې ميراثي نه ګڼله.

رښتيا هم په اسلامي شریعت کې د ميراثي مشر توب اصل نه شته. په خلافت راشده کې نه ابوبکرصدیق، نه عمر فاروق، نه عثمان او نه علی رضي الله عنهم خپلو اولادونو ته دا حق ور کړ او نه مسلمانان په دې کار متفق شوي دي.

کنه ابوبکر رضي الله عنه هم اهل اولاد لاره او عمر رضي الله د عبدالله بن عمر په څېر عظيمه هستي په کور کې لرله، خو نه يې ده د مشرۍ وصیت وکړ او نه مسلمانانو وټاکه؛ ځکه چې د مسلمانانو زعامت ميراثي نه دی.

ابن حزم رحمه الله په دې اړه ليکلي:

“لاخلاف بين احد من أهل الاسلام في آنه لايجوز التوارث فيها”

ژباړه: د اهل اسلام ترمنځ په دې خبره کې هېڅ اختلاف نشته چې په خلافت کې وراثت جایز نه دی.

د طالبانو تحريک او اسلامي امارت، چې په څومره پيچيده شرايطو او درنو چلينجونو کې مزل وهي، نو د دې مشري کوم نعمت او يا مقام نه دی، بلکې يو بې ساري دروند بوج دی چې اوچتول او ساتل يې د هر چا کار نه دی.

يو نوی زلمی که هر څومره زيرک، متدين او مخلص شي، خو د نه تجربې او د تحریک له لوړو ژورو د نه خبرتيا له امله دغه دروند بار نه شي سمبالولی او نه باید دا ظلم ورسره وشي.

نن ټکی اسیا: ستاسې په وينا «دغه وروڼه» د ځينو نورو مهمو څېرو نومونه هم اخلي، لکه عبدالقيوم ذاکر او عبدالسلام کاتب، په دې اړه ستاسي څه معلومات دي؟

مطمئن: جناب مجاهد ورور عبدالقيوم ذاکر صاحب يو مخلص او متدين مجاهد دی، چې په دې لاره کې يې خورا ډېر مشکلات ګاللي. هغه د امارت د وحدت تر ټولو ستر حامي دی، لومړی د هغه په اړه همدغه خبر ما ته هم رسيدلی و، خو پرون مې د يو دوست په واسطه رابطه وشوه او د هغه له نارینه او مخلصانه دريځ څخه مطمين شوم.

ذاکر صاحب پرون د فرهنګي کمېسیون مشر ته وویل، چې زما په اړه د مخالفت ادعا زه رد کړم او که يې تاسو زما په استازيتوب ردوئ.

هم هغه و، چې د هغه له خوا پرون تاييدي پیغام خپور شو.

همدا راز محترم مولوي عبدالسلام کاتب له اولې ورځي د شورا او مشرتابه ترڅنګ ولاړ دی. زما د معلوماتو پر بنسټ دا اوازې او دعوې بې ځایه دي.

نن ټکی اسیا: ستاسو په اند دا ډول اختلافات د طالبانو تحريک لپاره څومره خطرناک دي؟

مطمئن: اصلا د مشرتابه د تعیين موضوع له همدې امله په اسلام کې خورا حساسه ده او په اړه يې نصوص هم خورا قاطع دي.

کوم وخت چې ما حديث لوستل زه دې ته ډير حيرانېدم، چې کله به مې د خلافت په اړه په حديثو کې قاطعيت تر سترګو شو.

يو ځل په مسلم شريف دا حديث مخې ته راغی: “إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما”

ژباړه: کله چې له دوو خليفګانو سره بيعت وشي، ورستنی يې ووژنئ.

بل ځل مې د بخاري شريف په کتاب الانبياء کې د يو حديث دا توري تر سترګو شول “سيكون خلفاء فيكثرون قالوا فما تأمرنا قال فوا ببيعة الأول فالأول”

ژباړه: خليفه ګان به وي او ډير به وي، صحابه وو عرض وکړ يارسول الله بيا په دې وخت کې موږ ته څه حکم دی؟ رسول الله وويل: له چا سره چې مو اول بيعت کړی وي له هغه سره وفادار اووسئ او بيا چې له هغه وروسته له چاسره لومړی بيعت وشي له هغه سره وفادار اووسئ.

اوس چې د دې مرحلې په حساسيت او خطر پوه شوم نو واقعاً د اسلام دغه قاطعيت ډير زيات له حکمت او د مسلمانانو له مصلحته ډک دی!

دا چې اوس اسلامي امارت په ډېر حساس حالت کې قرار لري او له هر لوري دښمنان ورته متوجه دي، نو هره حنجره چې په دې وخت کې د اختلاف توری تلفظ کوي، هغه د دښمن نامستقیم لوډ سپیکر دی؛ ځکه بايد وروڼه د وړو او شخصي مسايلو پر ځای سترو مقاصدو ته متوجه شي.

نن ټکی اسیا: په دې اړه د قومي توپیرونو او قومي پاټ بازيو خبرې هم په رسنیو کې کيږي دا څومره حقيقت لري؟

مطمئن: تاسو ته معلومه ده چې د قوميت نامقدس عنصر د اسلام له روح سره په ټکر کې دی، نو دا ډول خلګ، چې قومي روحيې لري، له اسلامي تحريکونو او نظامونو سره هېڅ تړاو نه لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ” لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ”

ژباړه: څوک چې د قوم (قبيلې) لپاره دعوت کوي هغه زما له امته نه دی، څوک چې د قوم لپاره جګړه کوي، زما له امته نه دی او څوک چې د قوم پرستي په لاره کې مړ شي، زما له امته نه دی.

له دومره درانه وعيد څخه ښکاري، چې الله تعالی له داسې خلګو بېزاره دی او دا ډول خلګ له اسلامي خوځښتونو او تحريکونو سره اړه نلري، بلکې په قومي غورځنګونو او قومي اتحاديو کې ځای پيدا کولای شي.

اميرالمومنين رحمه الله له دغه نامقدسه عنصره دومره بد منل چې کله به چا ترې د قوم قبيلې پوښتنه وکړه، نو رنګ به يې تغیيرکاو او مخ به يې بل لور ته اړاو.

زموږ د تحريک مشران په قاطع اکثريت په دې اړه پاک وو. له څه محدودو خلګو پرته دا عنصر په چا کې نه تر سترګو کېدو، په ځانګړې توګه په مهمو مشرانو کې.

د ډېرو مشرانو د قومونو نومونه موږ په ميډيا کې اورو، په شل کلنه انډيوالي کې مو له هغوی نه د قوم پوښتنه نه ده کړې؛ ځکه چې دا ډول پوښتنه يوعيب وه.

البته يو شمېر خلګ په دې ناکاره ناروغي اخته دي او له همدې امله په مهمو مشرانو هم د ځان ګمان کوي او بې ځایه بدګماني کوي.

ډېر وخت په يو کار کې دوه مسوولين د يوې قبيلي ټاکل شوي وي او مشرانو دا کار په غير شعوري توګه کړي وي؛ ځکه چې مشران نه له چا د قوم پوښتنه کوي او نه قوم ته متوجه دي، نو بيا دغه مغرض اشخاص له دې کاره تبليغاتي ګټه اخلي او په مشرانو نور افراد بدګمانه کوي او پروپاګند کوي.

په حقيقت کې دغه عنصر په عامه توګه د امارت په صفوفونو کې هېڅ کوم حثيت نلري.

نن ټکی اسیا: کور مو ودان مطمئن صاحب،

مطمئن: ژوندي اوسئ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button