له ۳۵ کلونو څخه اوښتو خلګو ته ځانګړي لارښوني
ع.عزام
هسي خو په هر عمر کې د روحاني او جسماني صحت خیال ساتل اړین دي، مګر د ژوند د ۳۵ بهارونو له لیدلو وروسته په جدیت سره جسماني او روحاني صحت ته توجه کول ضروري وي. ځکه چې دا د کائناتو فطرت دی چې له هر عروج وروسته زوال راځي. له ۳۵ څخه تر ۴۰ کلونو پوري وخت کې د انساني بدن د کمزورۍ سفر شروع کیږي. نو د ژوند په دې پړاو کې د ځان زیات خیال ساتل او پر لاندې لارښونو د عمل کولو ضرورت وي:
• د الله تعالی لور ته رجوع او له ګناهونو څخه ځان ساتل، د حقوق الله او حقوق العباد د اداء کولو طرفته باید پوره پاملرنه وشي.
• په مستقل ډول د ورزش کولو عادت جوړ کړئ، خپل جسم په یو ډول نه یو ډول په حرکت کې وساتئ، پلی تګ کوئ، لامبو وهئ یا کوم بل مؤثر ورزش.
• له حد څخه د زیات خوراک او چیښاک شوق نور پرېږدئ، یوازي معیاري خواړه دومره اندازه خورئ چې بدن مو چست او چالاک وساتي او د کمزورۍ احساس درته ونشي.
• په موټر یا کوم بل سورلي کې لږ سفر کوئ، هڅه کوئ چې نژدې کارونه پلي ترسره کړئ، لکه مسجد ته تلل، د کور سودا راوړل، بازار ته تلل او داسي نور…
• له بې ځایه غصې او بې کاره خبرو او بحث څخه ډډه وکړئ، په لوی لاس ځانونه په تنګي او پرېشاني کې مه اچوئ، ځکه چې د دې له امله د زړه سکون او صحت بربادیږي.
• مال، د جمع کولو پر ځای پر خپل ځان، اهل عیال او نیکو کارونو مصرف کړئ، ځکه چې د مال جمع کولو مقصد ځان او شاوخوا خلګو ته ارام رسول وي.
• له ژور غم څخه ځانونه ژغورئ، پر هیڅ هغه شي باندې ژور خفګان مه ښیاست، کوم چې ستاسي په واک کې نه وي بلکي هېر یې کړئ او د ژوند سفر مو پر وړاندې بوزئ.
• عاجزي اختیار کړئ، مال، دولت، منصب، مرتبه، قوت او طاقت داسي شیان دي چې انسان مغرور کوي او آخر یې د هلاکت په کنده کې اچوي.
• د ورېښتانو له سپینېدلو څخه هیڅکله مه ډاریږئ، دا ستاسي د عمر د ختمېدلو سبب نه دی، بلکي د دې خبري نښه ده چې اوس دي د ژوند غوره مرحلې شروع شوې، ځکه نو له الله تعالی څخه په هیله لرلو سره د یومیه مشغولیتونو او حلالي روزۍ د پلټني سفر جاري وساتئ.
• د نیکۍ کار په ځانګړي ډول د جماعت لمونځ بیخي مه پرېږدئ، ځکه چې د نیکیو دا سرمایه مو هغه وخت په ښه درځي، کله چې مو نه مال په درد خوري او نه مو اولاد کومه فایده در رسولی شي.