غني د امريکايانو له «قربانيو» مننه وکړه

 

عزم (سه شنبه/۵ ليندۍ/۱۳۹۸): د راپورونو له مخې پرون د امريکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوی کابل ته رارسېدلی او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره يې جلا جلا کتلي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي: جمهوررئیس د امریکا له مرستو په مننې وویل، زموږ او امریکا مشارکت ستراتیژیک او دوامداره دی او د تروریزم د له منځه وړلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د وژل شویو او ټپي شویو امریکایي سرتېرو قرباني د درناوي وړ ده.

همداراز اشرف غني له ياد امريکايي پلاوي سره په خبرو کې د سولې په اړه د خپلې جوړې شوې طرحې يادونه هم کړې او ويلي يې دي چې موږ داسې يو پروګرام لرو چې اهداف يې واضح دي او عملي کول به يې په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لامل شي، خو امريکايي پلاوي په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اشرف غني تر څنګ د ګډ حکومت دويم واکمن ډاکټر عبدالله هم په خپله ماڼۍ کې په جلا توګه له ياد امريکايي پلاوي سره ليدلي او د انتخاباتو پر برخليک، د سولې مذاکراتو، له تروريزم سره د مبارزې او د افغانستان او امريکا پر دوه اړخيزو اړيکو سره غږيدلي دي.

د راپورونو له مخې ښاغلي عبدالله امريکايي پلاوي ته له انتخاباتي پروسې هم شکايت کړي، نوموړي ويلي: له بده مرغه په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې، سره له دې چې افغانستان کې د ديموکراسي راتلونکې انتخاباتو پورې تړلې ده.

له بلې خوا ويسا ورځپاڼې د اشرف غني پر خبرو يوه لنډه تبصره کې ويلي: ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې د ټپي شویو او وژل شویو امریکايي سرتېرو قربانۍ د درناوي وړ بولي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې په افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو تورن امریکايي سرتیري وبښل، خو افغان حکومت یې پر وړاندې هېڅ غبرګون ونه ښود.

الياس نوري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button