د عسکرو تر وېستلو وروسته د امريکايانو ارمانونه

 

په دې کې څه شک و شبه نشته چې امريکايي چارواکي به اخر پای زموږ له ګران هېواده خپل ټول عسکر وربولي او د ځان لپاره به د خټو يوه پوزه هم جوړوي. غالباً ښايي دا کار د امريکې اوسني واکمن له اوس نه کوم کال ړومبی لا تر سره کړی وای، خو د ياد هېواد پوځي او استخباراتي کړيو د فشارونو له کبله دغه چاره تر ننه ځنډېدلې ده. البته دمګړۍ داسې ښکاري چې کېدای شي نوموړو ادارو ته هم سياستوالو کومه داسې نسخه ورښوولې وي چې لګښت او تکليف يې کم خو ارمانوونه يې په همدې کچه تر سره کولی شي. ځکه خو ګومان کيږي چې هلته به دا ځل استخبارات او پوځ هم له سياستوالو سره همغږي او قانع شوي وي.

ځکه خو اوس موږ ته پر دې موضوع ډېر غور او څېړنه په کار ده چې امريکايان به له افغانانو سره نور څه کول غواړي او هغوی به دلته خپل سياسي، کلتوري، نظامي او استخباراتي ارمانونه له کومو لارو تطبيقوي؟

د يادې پوښتنې د سم ځواب موندلو لپاره ښايي دا هم کافي وي چې موږ له نورو اسلامي هېوادو سره د امريکايانو پر تګلارو فکر وکړو او وګورو چې هلته يې څه ډول فعاليتونه تر سره کړي او د چا پر مټ لا هم لګيا دي او خپل بشپړ راج چلوي.

نو دا دی وينو چې پاکستان، مصر، ترکيه، الجزاير او ډېر نور اسلامي هېوادونه تر ډېره داسې ښکاري چې د زياترو په ګومان وايي منظمه او پياوړې اردو لري. خو په همدې حال کې بيا په بشپړه توګه تل د واشنګټن تر څارنې او واکمنۍ لاندې شپې سبا کوي او ان د خپلو ډېرو مهمو مسألو او سترو ملي ګټو دفاع او ننګه هم نه شي کولی.

د لويديځوالو همدغه عادت ته په کتو داسې معلوميږي چې امريکايان به ډېره هڅه وکړي چې زموږ لپاره هم داسې امنيتي ادارې جوړې کړي چې تر دوی وروسته کاملاً د همدوی رول ادا کولی شي او هماغه د دوی ارمانونه ورپوره کړي.

کېدای شي امريکايي چارواکي ان له طالبانو سره هم دومره څه ومني چې د هېواد په سياسي او اداري ډګرونو کې واک او مناسبه برخه ولري. خو څرنګه چې د اردو په هکله سر له اوسه لا هر افغان ته دا ذهنيت ورکول شوی دی چې د نجيب د سقوط پر مهال چې کومه اردو له منځه ولاړه نو بيا ځلې بايد په هيڅ صورت هماغه شان د پوځ ورانولو هڅه ونه شي، ځکه خو داسې ښکاري چې د اردو اکمالات، روزنه او له ناټو – امريکې سره يې اړيکې ښايي همداسې پر خپل حال پاتې شي. مطلب دا چې امريکايان او د ناټو غړي هېوادونه به خپل انتهايي زور او فشار استعمالوي څو زموږ هېواد کې د کورنيو منافقينو او ملحدينو پر مټ داسې ادارې ژوندۍ او فعالې وساتي چې سبا د هغوی تر پوځي انخلا وروسته دلته د اسلام او مسلمانانو د مقابلې لپاهر د غرب له فرمايشاتو سره سم هر اړخيز اقدامات وکولی شي.

همدا اوس د افغانستان له اردو سره د غرب کلکه ملګرتيا، پوره اکمالات ورکول او د کنټرول محکمولو ځينې فعاليتونه دا اشاره ورکوي چې امريکا غواړي زموږ د هېواد راتلونکې له همدې پوځ سره وتړي.

خو افغان ولس ته لازمه ده څو په ډېره واضحه توګه پر دې حقيقت ځان پوه کړي چې دغه «ملي اردو» به هيڅکله د هېواد يو ساتونکی لښکر نه وي. د دې پوځ قوماندان به يوازې هماغه کسان وي چې د صليبيانو او نورو کفارو سبقونه يې ښه زده کړي او په هر صورت او هر حالت زموږ د ملي ګټو، ديني او ملي ارزښتونو او نورو مقدساتو د ختمولو ارمانجن وي. يقيناً امريکا او ناټو زموږ لپاره يوازې داسې پوځ جوړول غواړي چې سبا د اسلامپاله، ملي او منتخب حکومت پر خلاف کود تاګانې وکړی شي او د همدې پوځي جنرالانو د فشارونو له امله عدلي ادارې پر مخلصو او هېواد پاله مشرانو او ديني دعوتګرو د اعدام سزاګانې تطبيقوي.

نو ځکه خو د هېواد با احساسه او ويښ بچيان مجبور او مکلف دي چې د بهرني دښمن د دغو ناوړه اهدافو پر وړاندې يوه ذره بې پروايي هم ونه کړي او هغه ورځ له ياده ونه باسي چې چې سبا دغه اوسنۍ «ملي اردو» د هر مخلص هېوادوال پر سر فقط د يو تور لړم په شان چيچل کوي. په دې اساس لازمه ده څو له هغو عناصرو سره کلکه مقابله وشي کوم چې دې پاک زړي ملت کې د پرديو د ناوړه افکارو په خپرولو لګيا او دلته د يوې داسې ادارې پر ټينګولو مصروف دي چې يوازنۍ دنده به يې د خپلو بهرنيو بادارانو خوشالول وي.

ليکنه: سميع الله افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button