سپېڅلی لښکر

خيال مې د خال غلامي کله مني

ملا د مال غلامي کله مني

په سنګري سنګار اثر نه کوي

پټکی د شال غلامي کله مني

زما احساس او د تا خام خويونه

خنجر د ډال غلامي کله مني

ماته ماشومې نخرې ولې کوې

لمر د مشال غلامي کله مني

درې اويا حورې له پاک رب نه غواړي

ستا د مډال غلامي کله مني

زما ضمير د لوی خالق غلام دی

د دې کلال غلامي کله مني

د وخت مهدي سره سپېڅلی لښکر

د برګ دجال غلامي کله مني

يقين لري د کايناتو په رب

«مفتون» د حال غلامي کله مني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button