توبه او استغفار

 

عن الأَغَرِّ بنِ يسار المزنِيِّ (رض) قَالَ: قَالَ رَسُول الله (ص): ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ ، تُوبُوا إِلى اللهِ واسْتَغْفِرُوهُ ، فإنِّي أتُوبُ في اليَومِ مئةَ مَرَّةٍ)).
رواه مسلم

ژباړه: له اغر بن ياسر مزني رضی الله عنه څخه روايت دی؛ هغه ويلي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: اې خلکو! الله تعالی ته رجوع وکړئ او بښنه ترې وغواړئ، زه خو په ورځ کې سل ځله توبه او رجوع کوم.

وعن أبي مُوسى عَبْدِ اللَّهِ بنِ قَيْسٍ الأَشْعَرِي رضی الله عنه ، عن النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم قال: «إِن الله تعالى يبْسُطُ يدهُ بِاللَّيْلِ ليتُوب مُسيءُ النَّهَارِ وَيبْسُطُ يَدهُ بالنَّهَارِ ليَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ حتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِن مغْرِبِها».

رواه مسلم

ژباړه: ابو موسی الاشعری رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي؛ چې هغه وفرمايل: يقيناً الله تعالی خپل «بلا کيفه» لاس د شبې له مخې غوړوي تر څو د ورځې ګناهګاران توبه وباسي او «همدا ډول» د ورځې له مخې خپل «بلا کيفه» لاس غوړوي تر څو د شپې ګناهګاران توبه وباسي، «دا به هغې پورې دوام کوي» تر څو لمر د مغرب له لوري راوخيژي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button