ګورباچوف: افغانستان کې د امریکاپوځي حضور، نړۍ ته لوی خطر دی

عزم(دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ،۱۳۹۸)د  شوروي اتحاد پخوانی جمهور رئیس میخایل ګورباچوف په یوه تازه مرکه کې پر امریکا اومتحدینو یې غږ کړی چې هر څومره ژر له هغه هیواد( افغانستان) نه چې کامیابي په کې ناشونې ده، پښې سپکې کړي.
ګورباچوف د “سي ان ان” امریکایي تلویزیون ته ویلي، که امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د دوامداره حضور په لټه وي، نو دا به یې په سخت زیان تمام شي او بدې ناخوالې به وزیږوي چې له امله به یې سیمه او نړۍ هم زیانمنه شي.
نوموړی وایي، «هغوی باید ووځي دا اصلي د عبرت درس دی تاسي پوهېږئ، دا لکه د اورلګیت او تیلو غوندي وي، کله چي تاسي ګوګړ ولګوئ، اور خورېږي. کله چي پدې جنګ کي سیمه ایز او ستر قدرتونه ښکېل شي، دا ټولو ولسونو لپاره خطرناکه وي.»

ګورباچوف ویلي، امریکا دې د پریکنده بریا په تمه نه کیني او د دوی له تجربو دې ګټه واخلي چې له ټول قوت سربیره یې بیا هم د وتلو لاره خپله کړه.

د شوروي اتحاد پخواني مشر دغه راز ویلي ، دا ناشونې ده چې دا هیواد د اوږدمهال لپاره اشغال وي، ځکه چې د ده په وینا،  نه یې ولسونه دا زغملی شي او نه هم دا خاوره د پردیو د نیواک لپاره تیاره ده.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بیا پیل هڅې یوځل بیا پیل شړې او تمې شته چې داځل دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په تړاو ترسره شوې هوکړه لاسلیک کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button