لوګر کې د ښوونکو د معاشونو نږدې ۱۰ ميلونه افغانۍ لوټ شوي

11800552_920502357992996_2637127479825338880_n (1)

پل علم  (عزم: سه شنبه، ۱۳ زمری ـ۹۴ ل) د لوګر ولايت د پوهنې چارواکي وايي چې تېره ورځ ماسپښين ناپيژاندو وسله والو د دغه ولايت د مرکز پل علم په پورک سيمه کې د محمد اغې ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه لوټلي دي.
د لوګر د پوهنې مرستیال محمد صادق ستانکزي رسنيو ته وويل چې  د محمداغې د پوهنې مدیریت پنځه تنه کارکوونکو غوښتل، چې ديادې ولسوالۍ د ښوونځيو دښوونکو معاشونه دغې ولسوالۍ ته ولیږدوي، خو د کابل ـ ګردیز د لويې لارې په اوږدو د پورک په سیمه کې لوټل شوي دي.

ستانکزی ويلي چې په دغه پېښه کې د محمد اغې ولسوالۍ د پوهنې مديريت یو تن  وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

بله خوا د لوګر د امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد ورا اندرابي ويلي چې په پیښه کې د محمداغې ولسوالۍ د سفیدسنګ د لېسې مدیر دلاور خان هم وژل شوی دی.

خو دلوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب رسنيو ته وويل ، چې نږدې لس ميليونه یعنی (۹ میليونه ۷ لکه ۳۳ زره او ۸۰۰ )  افغانۍ، چې د ۱۰۲۵ ښوونکو معاشونه وو د نا پېژاندو وسله والو له لوري لوټل شوي دي.

ديادونې وړ ده چې څو مياشتې مخکې د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه هم په لاره کې د وسله والو غلو له لوري لوټل شوي وو.
په هېواد کې د ناامنۍ له امله اوس ګڼ شمېر سوداګر او د پېسو خاوندان د خپلو پېسو د خوندي توب او ځان په اړه اندېښمن دي ځکه چې وخت په وخت ځينې سوداګر او شتمن خلک د وسله والو غلو او انسان تښتوونکو له لوري تښتول کيږي او په بدل کې ترې پېسې غوښتل کیږي.
عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button